بروکسل کې پر پولیسو د چاکو برید شوی

د خپرېدو وخت

د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې ځايي چارواکي وايي، د چاکو یوه برید کې یو پولیس افسر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. دواړه پولیس د بروکسل شمالي ریل ګاډي تمځای ته نژدې له برید وروسته په ټپي حالت کې د پنجشنبې پر مازدیګر روغتون ته لېږدول شوي وو.

د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، بریدګر هم د پېښې ځای کې له ویشتل شوی او وژل شوی دی. د پېښې انګیزه تر اوسه معلومه نه ده، خو د ترهګرۍ ضد ځايي چارواکي وايي، دوی د پېښې په هکله پلټنه پیل کړې ده.

د دې ادارې ویاند اریک وان دوییسې په دې هکله وايي: ''موږ د دې پېښې په هکله ځکه پلټنه پیل کړه، چې د ترهګرۍ انګېزې په هلکه شکونه شته چې پلټونکي به یې وروسته تائید او یا رد کړي. ''

دواړو پولیسو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید پرې وشو.

پولیس وايي، وروسته نور پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او بریدګر یې (له پښو وغورځاوه). د چارواکو په وینا بریدګر روغتون ته له لېږدول کېدو مخکې په پښو او خېټه کې په ډزو ویشتل شوی وو.

د وژل شوي پولیس افسر له کورنۍ سره د خواخوږۍ په پار د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کروو په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: زموږ پولیس د خلکو امنیت خوندیتوب لپاره هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي. د نن ورځې پېښې یو ځل بیا دا ثابته کړه.

نوموړي زیاته کړې: هیله مې دا ده چې د هغه ټپي شوی همکار ژر روغ شي. بروکسل پولیسو د پېښې ځای ته غځېدلې لارې تړلې او د پولیسو موټرو اسماني رنګه رڼاګانو د بروکسل اوسېدونکو شپږ کاله مخکې ترخه خاطره یو ځل بیا راژوندۍ کړه.

د ۲۰۱۶ کال ترهګرۍ په هغه پېښه کې چې پر مرکزي هوايي ډګر او میټرو همغږي بریدونه شوي وو، ۳۲ کسان وژل شوي وو.

د یادونې ده، چې د هغې پېښې په تړاو په راتلونکو څو اونیو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش څو مشکوک غړي محکمې ته وړاندې کېږي.