د هندو مذهب یو تندلاری مشر "سودهېر سوري" وژل شوی

    • Author, ندیم شاد
    • دنده, بي بي سي نیوز
  • د خپرېدو وخت

د هندو مذهب دا تندلاری مشر د هندوستان په شمال لوېدیځ کې په نښه او وژل شوی دی. ښاغلی سود هېر سوري د هندوانو د شېوسېنا د بنیادګرې ډلې مشر و.

۵۸ کلن سودهېر سوري پرون جمعه د سېکهانو تر ټولو په سپېڅلي ښار امریتسر کې چېرې چې د دوی مشهور د سروزرو معبد هم دی په یوه اعتراضیه غونډه کې د ګډون پرمهال په نښه شو.

چارواکو که څه هم د پېښې د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي له پېښې وروسته یې همالته سملاسي یو دوکاندار په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولی دی.

د پنجاب ایالت د پولیسو مشر ویلي له دې نیول شوي کس څېړنې پيل شوې دي:

"هر څوک چې د دې پېښې تر شاه دي او که هر چا هر څه دسیسه لرله موږ به یې پیدا کوو او هغه چې د دې پېښې تر شا دي دوی به هرو مرو نیول کېږي."

له دې پېښې مخکې په هند او د نړۍ په لرو وبر کې نورو سېکهانو ښاغلی سوري د دوی مذهب او عقیدې ته د سپکاوي په تور تورناوه.

د هندي پولیسو د معلوماتو له مخې د دې پېښې پر مهال سودهېر سوري په امرېتسر کې د یوه معبد مخې ته د هندوانو د بې حرمتۍ پر ضد یوه لاریون ته راوتلی و.

د هند په امرېتسر کې وروستۍ دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې په دې وروستیو کالونو کې هلته مذهبي وژنو زور اخیستی.

سپتمبرکې په دې سیمه کې طلایې مشهور معبد ته نژدي یو بل کس په عام محضر کې د تومباکو کارولو او شرابو څښلو په تور ووژل شو.