تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند 'الوتونکی سیک' ملکا سینګ د کوویډ ناروغۍ له کبله ومړ
د ځغاستې مشهور هندی ملکا سینګ د ۹۱ کالو په عمر د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له کبله ومړ.دا چې نوموړی په ځغاسته کې ډېر چټک و نو د الوتونکي سیک په نامه هم مشور و.
د هند له خپلواکۍ وروسته هغه د یوه کډوال په توګه ژوند کاوه، خو وروسته د اولمپیک او نورو لوبو په ځیلدونکي ستوري بدل شو.
ملکا سینګ تېره میاشت په کوېډ - ۱۹ ناروغۍ اخته شوی او د چندي ګړ په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.
هغه په ۱۹۲۹ کال کې د هند په یوه کوچني کلي کې هغه مهال وزېږده چې لا هم پر دغه هېواد د برتانیا واکمني وه.
مور، پلار، خوندې او ورونه یې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د هند او پاکستان د جلا کېدو پرمهال تاوتریخوالي کې ووژل شول.
نوموړی له مرګ ځکه بچ شو چې په اورګاډي کې د ښځو په کابن کې پټ شوی و.
ملکا سینګ په ځوانۍ کې د هند له پوځ سره یوځای شو او هلته د ده ځغاستې وړتیاوې رادبره شوې.
نوموړي په ۱۹۵۸ میلادي کال کې په لومړي ځل د ټول ګټو هېوادونو په سیالیو کې چې په برتانیا کې ترسره شوې د سرو زرو مډال وګاټه.
په دې سیالیو کې د سرو زرو له مډال ګټولو وروسته ملکا سینګ د هند داسې اتل شو چې په بې وزلۍ کې زېدلی و.
هغه په اسیايي لوبو کې هم د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي وو او په اولمپیک لوبو کې یې د هند استازیتوب کړی و.
ملکا سینګ په ټوله کې د سرو زرو پنځه مډالونه ګټلي او له اتیاوو سیالیو نه په ۷۷ کې بریالی شوی و او مډالونه یې ګټلي وو.
په ۲۰۱۳ کال کې د هغه پر ژوند هندي سینما باليووډ د 'بهاګ ملکا بهاګ ' په نامه چې مانا یې ده منډه کړه ملکا منډه کړه یو فلم هم جوړ کړ.
بهاګ ملکا بهاګ، دا د ملکا سینګ د پلار د خولې وروستې خبرې وې چې خپل زوی ته یې د ځان ژغورولو په خاطر کړې وې او ورته ویلي وو چې منډه کړه وتښته.
د نوموړي وروستي مراسم به په دولتي کچه ترسره شي.
په ورته وخت کې ګڼو خلکو هغه ته د درناوي مراتب وړاندې کړي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ملکا سینګ پر مړینې خواشینې څرګنده کړې او هغه یې داسې ځغاستونکی بللی چې د خلکو په زړونو کې اوسیده.
د یادونې ده چې د ملکا سینګ میرمن نرمل کوور چې د والي بال د لوبډلې پخوانۍ کپتانه وه هم په همدې اونې کې د کورونا ویروس له امله د پنځو اتیا کاله په عمر مړه شوه.