'د روسيې بریدونو له کبله نژدې څلور نیم میلیونه اوکرایینیان له برېښنا بې برخې دي'

    • Author, الېس ډاویس
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي پر روسیې د انرژۍ ترهګرۍ تور پورې کړی. ښاغلی زېلېنسکي وايي، د اوکرایین پر انرژۍ تاسیساتو د روسیې له بریدونو وروسته نژدې څلور نیم میلیونه خلک به برېښنا محروم شوي دي.

ولسمشر زېلېنسکي په خپله شپنۍ وینا کې په دې هکله وویل: ''همدا نن شپه نژدې څلور نیم میلیونه کسان په موقت ډول د انرژۍ توکو له کارولو بې برخې دي. ''

نوموړی وايي، د جګړې په ډګر کې له پاتې راتلو وروسته پر انرژۍ مرکزونو بریدونه د روسیې ''کمزوري '' ښيي.

هغه وویل: ''دا حقیقت چې روسیې د انرژۍ ترهګرۍ ته مخه کړې، زموږ د دښمن کمزوري ښيي. دوی نه شي کولای اوکرایین ته ماتې ورکړي او له همدې کبله یې هڅه پیل کړې، چې له دې لارې زموږ خلک مات کړي. ''

د یادونې ده، چې د روسیې دفاع وزارت د اوکرایین پر انرژۍ مرکزونو بریدونه تایید کړي دي.

د یادونې ده، چې روسي ځواکونو دا وروستیو کې د اوکرایین انرژۍ تولید پر مرکزونو پراخ توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې ویل شوي، ښايي روسي ځواکونه د اوکرایین په سویل کې له مهم ښار خېرسون ووځي.

روسي ځواکونو دا وروستیو کې د جګړې په ډګر کې له یو شمېر سختو ماتو وروسته د اوکرایین پر داسې انرژۍ تولید مرکزونه بریدونه کړی، چې د جګړې له ډګره خورا لېرې موقعیت لري.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي په خبره یوازې تېره میاشتې په اوږدو کې د هېواد درېیمه برخه برېښناکوټونه د روسیې په بریدونو کې ویجاړ شوي دي.

له همدې کبله له اوکرایینیانو غوښتل شوي چې د برېښنا په کارولو کې له سپما کار واخلي.