تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین ته د شهباز شریف سفر؛ ''چین له پاکستان سره د اقتصادي مرستو ژمنه کړې''
چین ته د پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف له سفر وروسته د دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د چین او پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز پروژې یا سي پیک پر وړاندې ټول خطرونه به له منځه یوړل شي او پاکستان کې د چینايي ادارو او پروژو امنیت لا زیات ټینګ شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چین به د پاکستان اقتصادي ثبات لپاره هر ډول شونې مرسته وکړي. ښاغلی شریف د نومبر پر لومړۍ نېټه د دوه ورځني سفر لپاره چین ته لاړ.
ښاغلي شریف د لومړي وزیر په توګه د چینايي ولسمشر شي جین پینګ په ګډون له لوړپوړو چینايي چارواکو سره لیدنې درلودې. په ګډه اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د پاکستان کراچۍ ښاري ریل ګاډي پروژې، په سي پيک چوکاټ کې د ایم ایل ون شاملول او دغه راز د بلوچستان ایالت ګوادر بندر پر اړوند پروژو د ودانیزو چارو چټکولو هوکړه شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي، ''د چین ولسمشر به ژر پاکستان ته سفر وکړي او د چینايي چارواکو هغه ژمنه تکرار شوې چې د چین بهرنیو چارو په پالیسۍ کې له پاکستان سره اړیکي لومړیتوب لري. ''
پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف بیا د یوه چین او تایوان، د چین سویلي سمندر، هانګ کانګ، سنکیانګ او تبت په مسائلو کې د چین ملاتړ هوډ څرګند کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د ډیجیټل اقتصاد، کرنیزو الاتو صادراتو، مالیاتو همکارۍ، د کلتوري میراث ساتنې، سېلابونو د خلکو ژغورنې او له طبیعي پېښو وروسته د بیا رغاونې برخه کې ګڼ شمېر توافقنامې او هوکړې لاسلیک کړې.