تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصر پخوانی پوځي افسر اعدام کړ
په مصر کې پخواني پوځي هشام عشماوي له ترهګرۍ سره اړوندو مسلو کې د ښکېلتیا په جرم اعدام شوی دی.
د مصر د پوځ ویاند پر رسمي فېسبوک لیکلي، پخوانی افسر او "ترهګر" هشام عشماوي د چارشنبې "په ګهیځ اعدام شو."
وړاندې په مصر کې یوې محکمې د عشماوي د اعدام حکم کړی و. پر نوموړي دوو پېښو کې د ترهګرۍ تور لګول شوی و.
عشماوي - چې په ابو عمر الماهجر هم مشهور و، له پوځه د دیني سخت دریځۍ له کبله ایستل شوی و، چې تېر کال د لیبیا ختیځ درنه کې د لیبیا ملي پوځ ونیو.
پر نوموړي تور و چې پولیسو ته یې د ۲۰۱۴ کال روژه میاشت کې کمین نیولی و او لږترلږه ۲۲ پوځيان پکې ووژل شول.
پر نوموړي د دقهلیه ولسوالۍ پر ودنۍ او المنیا کې پر قبطیانو د برید تورونه هم لګول شوي وو، چې لږترلږه ۲۹ کسان پکې ووژل شول.
عشماوي د مصر توپان په نامه ځواکونو کې افسر و چې په ۲۰۰۷ کال هم پوځي محکمې ته له دې کبله حاضر کړل شوی و چې ګنې سخت دریځی دی او پوځيان بغاوت ته هڅوي. همدا وو چې په ۲۰۱۱ کال له پوځه د تل لپاره وشړل شو.
عشماوي لیبیا ته وتښتېد او په درنه ښار کې مېشت شو، خو هلته د خلیفه حفتر "د لیبیا ملي پوځ" په نامه ځواکونو د ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کې ونیو او په تېره مې میاشت کې یې مصر ته وسپاره.
رپوټونه وايي، نوموړی داسې مهال ونیول شو، چې مېرمن او د محمد رفاعي سرور په نامه د یوه بل قومندان بچیان هم ورسره وو.
ښاغلی سرور په ۲۰۱۷ کال د حفتر ځواکونو وژلی و.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح سیسي هغه مهال د عشماوي د نیول کېدو او مصر ته یې د سپارل کېدو هرکلی کړی و.
د ادعا له مخې، په ۲۰۱۵ کال، عشماوي له القاعده شبکې سره تړلې "المرابطون" نومې ډله جوړه کړه، چې دوه کاله وروسته پرې پر عیسویانو د هغه برید تور ولګول شو چې لږترلږه ۲۸ کسان پکې ووژل شول.