د اسلام اباد عالي محکمې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ځنډولو په اړه د عمران خان د وکیل غوښتنه رد کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسلام اباد عالي محکمې د سوغات خونې یا "توشه خانه" په قضیه کې د ټاکنو کمیسون پرېکړې ځنډولو په اړه د عمران خان د وکیل غوښتنه رد کړې ده.
محکمې تر درو ورځو د دې قضیې اورېدنه هم ځنډولې او ویلي یې دي چې دوی یوې قانوني ادارې ته د هغوی چارې نه شي ورښودلی چې څه وکړي او څه نه.
همدا راز یې د عمران خان وکیل علي ظفر ته امر کړی چې په دې هکله د تحفو د ثبت ادارې نیوکو ته ځواب ووايي.
د پاکستان ټاکنو کمیسون د دغه هېواد د مخکېني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نه تېره جمعه د دې له کبله د قامي اسمبلۍ غړیتوب واخیست چې ویل یې هغه د خپلو شتمنیو او ځينو تر لاسه کړیو ډالیو په اړه مالومات له "توشه خانه" سره نه دي ثبت کړي او فساد یې کړی دی.
د عمران خان وکیل علي ظفر د ټاکنو کمیسون د دې پرېکړې د ځنډولو غوښتنه کړې وه خو په ځواب کې یې د اسلام اباد سترې محکمې ویلي، د ټاکنو کمیسون تر تفصیلې پرېکړې دې دوه درې ورځې صبر وشي.
خو ښاغلي ظفر ویلي، دا یوه "ناقانونه" پرېکړه ده او "سر او بېخ یې نه دی مالوم" او په خبره یې، د ټاکنو کمیسون چارې ځنډول غواړي او ښايي په پرېکړه کې ځينې بدلونونه راوړي.
وکیل علي ظفر همدا راز ویلي چې، "له دې پرېکړې سره پر عمران خان یو داغ لګېدلی او له دې سره ټاکنو ته تګ نه غواړي."
خو مشر قاضي اطهر من الله په ټينګار سره ورته ویلي چې د ټاکنو کمیسون کارونه نه ځنډوي، "تاسې شته نیوکو ته ځواب ووایئ، بیا به موږ د قضیې اورېدنه پیل کړو. په درو ورځو کې هېڅ هم نه کېږي، تاسې سپيناوی وکړئ."
د یادولو ده چې تېره جمعه د پاکستان ټاکنو کمیسیون یوې پنځه کسسیزه کمېټې عمران خان د قومي اسمبلۍ له غړیتوبه داسې حال کې بې برخې اعلان کړ چې تازه یې د پاکستان د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنو کې له ۸ د ۶ څوکیو په ګټولو سره نوی ریکارډ جوړ کړی.
عمران خان د قامي اسمبلۍ د ۷ څوکیو پر سر سیالي کوله او د غیر رسمي پایلو له مخې یوازې یو ځای ناکام شو خو نورې شپږ څوکۍ یې وګټلې.





















