تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر فشار لاندې پوتین امنیتي اجرات دوه برابره ډېر کړي
- Author, سټیو روزنبرګ
- دنده, د روسي برخې اېډېټر
- د خپرېدو وخت
پر ولادیمیر پوتین فشارونه په ډېرېدو دي. "ځانګړي پوځي عملیات" له پلان سره سم مخ ته نه ځي. نیول شویو اوکراییني سیمو کې د اوکرایین د ځوابي بریدونو له کبله روسیه نیول شوې سیمې له لاسه ورکوي.
په ورته وخت کې، د اوکرایین پولې ته څېرمه پر روسي سیمو بریدونه په ډېرېدو دي.
همدارنګه، تېره میاشت د کرملین دا اعلان چې "په نسبي" ډول به خپل ځواکونه د اوکرایین جګړې ته واستوي، په روسیانو کې اندېښنې راپارولې دي.
خو د ولسمشر پوتین غبرګون بیا دا دی چې وايي "بښنه غواړم، ما پر اوکرایین برید سره لویه تېروتنه وکړه". امنیت لا ټینګ دی. نه یوازې په نیول شوي اوکرایین کې، بلکې ټوله روسیه کې هم.
د کرملین د یوه فرمان له مخې، ولادیمیر پوتین غواړي د اوکرایین په څلورو خپلو کړو سیمو (لوهانسک، دونېڅک، زاپوریژیا او خېرسون) کې پوځي قانون عملي کړي.
روښانه نه ده چې توپیر څه دی، خو اوکراییني پوځیان وسلو اېښودلو ته غاړه نه ږدي. کېیف د نیول شویو سیمو بېرته نیولو ته ټینګه ژمنتیا لري.
خو د کرملین مشر په ټوله روسیه کې امنیتي اجرات ټینګ کړي او درې بېلابېلې امنیتي کچې یې معرفي کړې دي.
له اوکرایین سره پر پوله سیمو کې، لکه بیلګراد، برانڅک، کراسنوډار او روستوف او همدارنګه کریمیا کې منځمهاله امنیتي حالت اعلان شوی.
پر ګرځبندیز هم تر یوه حده محدودیت لګول شوی، د خلکو وتل او ننوتل څارل کېږي.
بله کچه د روسیې مرکزي او سوېلي سیمو کې لوړ تیارسئ حالت اعلان شوی چې مسکو هم پکې شامل دی.
د ولسمشرۍ د امر له مخې، ټولې ترانسپورتي وسیلې باید وپلټل شي.
پر خواله رسنیو د مسکو د ښاروال سیرګي سوبیانین له قوله یو پیغام خپور شوی چې وايي، د مسکو استوګنو ته ډاډ ورکوي:
"داسې اجرات به نه کېږي چې عادي ژوند ورسره محدود شي."
تر ټولو د ټیټې کچې امنیتي حالت پر پاتې هېواد پلی کېږي چې تر ډېره د روسیې شمالي سیمې، سایبریا او لیرې ختیځ پکې راځي.
خو لا تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې ګنې د روسیې ولسمشر دې د اوکرایین له جګړې په اسانۍ ځان راویستلی شي.
د ده له لاسلیک شوي امر ښکاري چې د کرملین مشر لا هم د نیول شویو سیمو ساتلو ته دوام ورکوي.