سعودي محکمې امریکایی وګړی د ټویټونو له کبله ۱۶ کاله زنداني کړی

د عکس سرچینه، Ibrahim Almadi
سعودي کې محکمې ۷۲ کلن سعد ابراهیم الماضي - چې د امریکا تابعیت هم لري - د ځینو ټویټونو له کبله په ۱۶ کلونو بند محکوم کړی.
د هغه زوی وايي، پلار یې تېره نومبر میاشت کې هغه مهال ونیول شو چې له فلوریډا نه ریاض ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللی و.
د هغه زوی لومړی ځل کابو یو کال وروسته د خپل پلار د نیول کېدو خبره افشا کړه او امریکا ورته ویلي وو چې د خپل پلار د نیونې په اړه به څه نه وايي.
ابراهیم وايي، نه غواړي زنداني پلار یې زندان کې مړ شي، او ادعا کوي چې پلار یې له نیول کېدو راهیسې په ناوړه وضعیت او ربړونې ته ورته حالت کې دی.
د سعودي محکمې سعد ابراهیم د هېواد د ټیکاو کړکېچنولو او د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی.
ویل شوي چې نوموړي د جدې او مکې په ځینو پخوانیو کلیو کې د ځینو برخو پر ویجاړولو او په هېواد کې د بې وزلۍ له کبله نیوکه کړې او اندېښنه ښودلې ده.
هغه د وژل شوي سعودي خبریال جمال خاشقجي مسلې ته هم اشاره کړې ده.
پر سعد دا تور هم دی چې ولې یې د خپلو ټویټونو په اړه خبر نه دی ورکړی.

د عکس سرچینه، Ibrahim Almadi
د ده زوی وايي، څارنوالۍ یې پلار ته د ۴۲ کلونو بند سزا غوښتې وه، خو حکم د ۱۶ کلونو بند وشو او ۱۶ کاله یې پر سفر بندیز هم لګول شوی.
که څه هم ابراهیم وايي چې د پلار له نیول کېدو راهیسې له هغه سره خبرې نه شي کولی، خو د کورنۍ نورو غړو ویلي چې دوی زندان ته ورغلي دي.
ابراهیم وايي، له سپینې ماڼۍ سره د دې قضیې په اړه اړیکه نیول یې ځنډول شوي.
نوموړي د خپل پلار دا قضیه هغه مهال بي بي سي ته ډاګیزه کړه چې په تېره جولای میاشت کې د امریکا ولسمشر جو بایډن سعودي ته سفر وکړ.
خو هغه وخت یې د خپل پلار د قضیې په اړه څه ونه ویل، خو اوس یې په ښکاره هرڅه بربنډ کړل.

د عکس سرچینه، Reuters



















