د کعبې پخوانی امام په لس کاله بند محکوم شو

د عکس سرچینه، TWITTER/PRISONERS OF CONSCIENCE
د سعودي عربستان یوې محکمې د اګست په ۲۲ مه د کعبې پخوانی امام او مبلغ شیخ صالح الطالب په لس کاله بند محکوم کړ.
د سعودي تر څنګ په عربي نړۍ کې نورو رسنیو هم داسې خبرونه خپاره کړي چې د کعبې پخوانی امام په لس کاله بند محکوم شوی دی.
د یو شمېر عربي هېوادونو د بېلا بېلو خبري وېبپاڼو پر بنسټ د سعودي د استيناف محکمې د اګست په ۲۲مه د پخواني امام او مبلغ شيخ صالح الطالب ته لس کاله د بند سزا ورکړې.
د همدې رسنیو تر منځ یوه هم د قطر العربیه ۲۱ رسنۍ ده چې وايي، یادې محکمې د تېرې وړې محکمې هغه پرېکړه لغوه کړې چې د لګېدلو تورونو پر وړاندې یې ملا ته برائت ورکړی و.
د رپوټونو له مخې سعودي په ۲۰۱۸ کال اګست میاشت کې صالح طالب نیولی خو د نیول کېدو تور یې په ډاګه کړی نه و.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلی طالب د سعودي په بېلا بېلو محکمو کې د ریاض اضطراري محکمه او په مکه مکرمه کې د عالي محکمې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه.
د هغه له نیول کېدو راهیسې، د بشري حقونو ډلو او د سعودي ضد مختلفو رسنیو د هغه سزا له یوې خطبې سره تړلې ګڼي.
په هغه وخت کې، سعودي فعال یحیی اسري د قطر لخوا تمویل کېدونکې الجزیرې تلويزيون ته وویل، د یاد هېواد چارواکي هغه کسان په نښه کوي چې کېدای شي راتلونکي کې حکومت او مشهور شخصیتونه تر پوښتنې لاندې راولي.
د الجزیرې ټلویزیوني چینل د راپور له مخې قطر وروسته له هغه چې په ۲۰۱۷ کال کې له سعودي عربستان سره کړکېچ راپورته شو د دې هېواد په سیاست د سیاستوالو په کړنو نیوکې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کعبې پخواني امام له نیول کېدو مخکې په یوه خطبه کې د ظالم واکمن په اړه وینا کړې وه خو هغه د سعودي شاهي کورنۍ له نوم اخیستلو ډډه کړې وه.
هغه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په سلطنت کې د ټولنیز بدلون په اړه د ټولنیزو رسنیو نیوکې راپورته کړې وې.
په تېرو څو کلونو کې، یو شمېر اسلامي عالمان په دغه هېواد کې د خورا محافظه کار مذهبي لید په تور نیول شوي ځکه د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د "آزادۍ" کمپاین او د هغه د اقتصادي او ټولنیز لید "۲۰۳۰" سره به په ټکر کې و.





















