شهباز شریف: د بایډن څرګندونې د حقایقو خلاف دي، امریکا سره همکارۍ ته رښتینې لیوالتیا لرو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد اټومي پروګرام په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن څرګندونې "د حقایقو خلاف او ګمراه کوونکې" بللې دي.

خو هغه په ورته وخت کې دا هم ویلي چې هېواد یې امریکا له اخلاصه د ډکې همکارۍ غوښتونکی دی.‌

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ويلي، پاکستان ښايي د نړۍ یو له "تر ټولو خطرناکو هېوادونو" وي.

هغه دا څرګندونې د امریکا کانګرس کې د ډیموکراتانو یوې کمېټې ته کړې.

ښاغلي بایډن د دې کمېټې غړو ته ویلي "ګومان کوم په نړۍ کې ښايي یو له تر ټولو خطرناکو هېوادونو پاکستان وي. اټومي وسلې یې هېڅ ډول انسجام نه لري."

خو د پاکستان دولتي "پي ټي‌ وي" تلویزیون د امریکا د ولسمشر د دغو څرګندونو غبرګون کې د شهباز شریف په حواله ویلي "په داسې حال کې چې نړۍ له سترو ستونزو او مسایلو سره لاس ګریوان ده، د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د رښتینې وړتیا درک لپاره نږه او پاینده هڅې ډېرې اړینې دي."

هغه زیاته کړې "دې هدف لپاره دې له غیرضروري څرګندونو ډډه وشي. امریکا سره د سیمه ییز امنیت او سولې د ودې لپاره له اخلاصه د ډکې همکارۍ غوښتونکي یو."

ښاغلي شریف د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته د ټویټر یوه پیغام کې هم غبرګون ښودلی.‌

هغه لیکلي چې "اجازه راکړئ په واضح ډول یې تکرار کړم: پاکستان یو مسؤول اټومي هېواد دی او موږ ویاړو چې زموږ اټومي اثاثې د اټومي‌ انرژۍ نړیوال اژانس له مقرراتو سره سم غوره خوندیتوبونه لري."

هغه زیاته کړې "موږ د خوندیتابه دا تدابیر په خورا جدیت پام کې ساتو. هېڅوک باید هېڅ شک ونه لري."

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د امریکا د ولسمشر څرګندونو ته غبرګون ښودلی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په اعتراض کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ورغوښتی دی.

ښاغلي زرداري بوټو په کراچۍ کې یوې خبري ناستي وویل "زموږ اټومي وسلې خوندي دي، موږ د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې ټول اصول پلي کوو."

ښاغلي زرداري بیا دې ناسته کې د هند پر اټومي وسلو اندېښنه وښودله او ويې ویل "د هند د اټومي وسلو پوښتنه دې وشي"، دا څه موده وړاندې یې په تېروتنه د پاکستان خاوري ته داسې توغندی توغولی و چې اټومي کوپړۍ لېږدولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، که امریکا د پاکستان د اټومي وسلو په اړه اندېښنه لري، نو مخامخ دې په دوه اړخیزه خبرو کې ورسره شرېکې کړي.

امریکا همدا تېره اوونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ هېوادونو لپاره د امریکا نوې امنیتي ستراتېژي اعلان کړه.

په دغه ستراتیژۍ کې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، که څه هم په افغانستان کې یې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه او د لویو پوځي عملیاتو دوره تېر کال پای ته رسولې خو د فضا له لارې به هر هغه "ترهګریز ګواښ" هماغه شېبه په نښه کړي چې د امریکایانو او یا یې د متحدینو پر ضد راپورته کېږي.

د یادولو ده چې څو میاشت وړاندې د افغان پلازمېنې کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور هوايي برید وشو چې وروسته د امریکا ولسمشر وویل، د القاعده مشر ایمن الظواهري یې پکې وژلی دی.

له دغه برید وروسته د طالبانو دفاع وزیر په یوه ناسته کې وویلي و چې د امریکا بې پلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ورځي.