د بلوچستان مخکینی قاضي القضات په وسله وال برید کې وژل شوی

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي کوټه
  • د خپرېدو وخت

د بلوچستان اعلی محکمې او پاکستان فدرالي شرعي محکمې پخوانی قاضي القضات محمد نور مسکانزی په یوه برید کې وژل شوی دی.

پر ښاغلي مسکانزي د بلوچستان په خاران ښارګوټي کې د جمعې پر شپه د نوموړي کور ته نژدې یوه جومات کې برید شوی.

ښاغلی مسکانزی په ټپي حالت کې ځايي روغتون ته لېږدول شوی و او همالته یې ساه ورکړه. د ځايي پولیسو یوه افسر نذیر احمد کرد بي بي سي ته وویل، متقاعد قاضي القضات په جومات کې د ماخوستن لمونځ کاوه، چې نامعلومو کسانو پرې له کړکۍ ډزې کړې او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د پولیس چارواکي په وینا پېښه کې یو بل کس ټپي شوی دی او دوی د پېښې په هکله پلټنې پیل کړې دي. محمد نور مسکانزی له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۸ کال پورې د بلوچستان ایالت عالي محکمې قاضي القضات او دغه راز فدرالي شرعي محکمې قاضي القضات په توګه دنده تر سره کړه او د ۲۰۱۸ کال د اګست پر ۳۱ متقاعد شو.

د بلوچستان سرپرست والي میر جان محمد جمالي او اعلی وزیر عبدالقدوس بزنجو د پخواني قاضي القضات پر وژنه سخته خواشیني څرګنده کړې.

د بلوچستان اعلی وزیر وايي، محمد نور مسکانزی په یوه ترهګریز برید کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو بیا د دې پېښې غندنې تر څنګ ویلي، د پېښې عاملینو نیولو لپاره یې د امنیتي ځواکونو ځانګړې ډلې تشکیل امر کړی دی.