روسیه د اوکراییني ځواکونو له پرمختګ وروسته له خېرسون سیمې ځايي خلک وباسي

خیرسون یوازینی سیمه ییز مرکز دی چې له یرغل وروسته روسي ځواکونو اشغال کړی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خیرسون یوازینی سیمه ییز مرکز دی چې له یرغل وروسته روسي ځواکونو اشغال کړی
    • Author, یارو سلاوف لوکوف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اوکرایین په اشغال شوې خېرسون سیمه کې د روسیې له لوري ګومارل شوي ځايي مشر ولادیمر سالدو د پرمختګ کوونکو اوکرایین پوځیانو راکټي بریدونو ته په اشارې له ځايي خلکو غوښتي چې خپلې مېنې پرېږدي.

ده خلکو ته ویلي، ''ځانونه دې وساتي '' روسیې ته دې ''د ساعت تېري او لیک لوست '' لپاره لاړ شي او له مسکوه یې په دې لړ کې د مرستې غوښتنه کړې.

وروسته د روسیې مرستیال لومړي وزیر هم د نوموړي دغه غوښتنه پر دولتي ټلویزیون یوه پیغام کې تکرار کړه.

اوکرایین بیا هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې پر خپلو وګړو بریدونه کوي. اوکراییني ځواکونو دا وروستیو کې د شمال لوېدیځ خېرسون ځینې سیمې بېرته نیولې دي او د سیمې مرکز خېرسون ښار ته ورسره نژدې شوي دي.

بل لور د روسیې تاس خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې روستوف سیمې والي واسیلي ګولوبیوف له قوله ویل شوي، له خېرسونه به د خلکو لومړنۍ ډله د جمعې پر روځ دغه ځای ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې اوکراییني ځواکونو د نورو وسلو تر څنګ هیمارس راکټي سیسټم هم کاروي، چې امریکا متحدو ایالتونو ورکړی او اغېز یې برالا معلومېږي.

دوی د دنیپر سیند چې په اوکرایین کې د دنیپرو په نامه مشهور دی، پر لوېدیځه غاړه مهم روسي هدفونه په نښه کړي او داسې ګواښ یې رامنځته کړی، چې کېدای شي هلته د اشغالګر ځواک زور مات کړي.

خېرسون یوازینی سیمه ییز مرکز دی، چې د تېرې فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکرایین د روسي پوځ له یرغل وروسته روسیانو نیولی دی.

دا سیمه چې اوس پکې اوکراییني ځواکونه پرمختګ کوي، له کریمیا سره پر پوله پرته ده، چې ۲۰۱۴ کال کې روسیې په خپله خاوره پورې غوټه کړه.