ټېک ټاک خواله رسنۍ له هغو کورنیو ګټه اخلي چې انلاین سوالګري کوي

د خپرېدو وخت

بي بي سي موندلې چې د سوریايي کډوالو په پنډغالو کې یو شمېر کورنۍ له ټېک ټاک خواله رسنۍ په ژوندۍ ویډیويي بڼه سوالګري کوي، خو د راټولو کړیو پیسو اویا سلنه یې د ټېک ټاک شرکت اخلي.

د دغو کورنیو ماشومان په ساعتونو په ژوندۍ بڼه له مخاطبانو د ډیجیټلي ډالیو چې په نغدو پیسو بدلېدای شي، غوښتنه کوي.

د ډیجیټلي حقونو فعالان له ټېک ټاک خواله رسنۍ دا وړ ژوندۍ خپرونې د کم عمره ماشومانو د خوندیتابه په برخه کې د دغه شرکت د خپلو پالیسو خلاف عمل بولي.

بي بي سي د پنځو میاشتو لپاره ۳۰ ټیک ټاک حسابونه چې د سوريايي کډوالو له پنډغالو به یې د پرلیکه سوالګرۍ ژوندۍ خپرونې خپرولې، وڅارل او ویې مونده چې هر حساب ته په یوه ساعت کې د زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ډالۍ استول کېدې.

ټېک ټاک خواله رسنۍ په دې تړاو د بي بي سي پوښتنې ځواب نه کړي، خو بیا بي بي سي له یوې عملي بېلګې په استفادې ومونده چې د یادو پیسو ۶۷ سلنه یې ټیک ټاک کمپنۍ او ۳۳ سلنه یې پرلیکه سوالګرو ته ور کول کېږي چې له دې پیسو هم ۱۰ سلنه يې بیا پر ټېک ټاک خواله رسنۍ د ژوندۍ ویډیو اسانتیا برابروونکو ته ور کول کېږي.

د ډیجیټلي حقوقو د سازمان غړې مروه فتافته وايي، دغه ژوندۍ خپرونې د کم عمره ماشومانو د حقونو د خوندیتابه په تړاو د ټېک ټاک د سیاستونو خلاف دي.

هغه وايي، خلک حق لري د مخاطبانو د جلبولو لپاره خپلې کیسې په انلاین بڼه شریکې کړي، خو دا ډول خپرونې چې په هغه کې په انلاین بڼه سوالګري کېږي، د انسان شان ته سپکاوی کوونکې دي.

د سوریايي کډوالو له پنډغالیو خپرېدونکو دغو ویډیوګانو ډېری مخاطبان د اروپايي هېوادونو وګړي دي.

د ټېک ټاک یوه نفوذ لرونکي شخصیت او د رګبې لوبې پخواني لوبغاړي کیث ميسون په یوه ژوندۍ خپرونه کې یوې کورنۍ ته ۳۳۰ ډالرو په ارزښت ډالۍ ولېږلې او له خپلو یو نیم میلیون پلویانو یې هم وغوښتل د یادې کورنۍ ملاتړ وکړي.

بي بي سي چې هغه ته وویل د د دغو پیسو ډېره برخه ټېک ټاک شرکت اخلي، نو هغه وویل، دا ډېر ناوړه او ناعادلانه کار دی.

د ټېک ټاک شرکت ادارې په همدې تړاو د بي بي سي پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، له " استثماري سوالګرۍ" سره مخالف دي او مخه به یې ونیسي.

دغه شرکت ویلي، دغسي محتوا یې پر فلټفارم د خپرېدو اجازه نه لري او زیاته یې کړه چې له ډیجیټلي ډالیو یې د "حق العمل" برخه له ۷۰ سلنو کمه ده، خو کره اندازه یې و نه ښوده.