تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په روسیې پورې د اوکراییني سیمو تړلو هڅه وغندله
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په لوی اکثریت د روسیې هغه هڅه غندلې چې په خپله خاوره پورې یې د اوکرایین څلورو سیمو ضمیمه کولو لپاره کړې.
په دې هکله یو قرارداد د ۱۳۴ هېوادونو استازو د رایو په اکثریت منظور شو، خو د چین او هند په ګډون ۳۵ هېوادونو په رایې اچوونه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.
څلورو هېوادونو چې د روسیې په ګډون بېلاروس، شمالي کوریا، سوریه او نکاراګوا پکې شامل وو، د دې قرارداد رد لپاره رایې ورکړې. که څه هم دا قرارداد یوازې سمبولیکه بڼه لري، خو پر اوکرایین د روسي پوځونو له یرغل راهیسې دا په ملګرو ملتونو کې د روسیې پر ضد د رایو تر ټولو لوړ شمېر دی.
د یادونې ده، چې تېره اونۍ د روسیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر ولادیمر پوتین هغه اسناد لاسلیک کړل، چې له مخې یې د اوکرایین ختیځ کې لوهانڅک، دونیڅک، زاپوریژیا او خېرسون سیمې د روسیې خاورې برخې وبلل شوې.
دغه اسناد د روسیې له لوري د دې څلورو سیمو لپاره د ګومارل شویو والیانو په شتون کې لاسلیک شول. له دې مخکې په یادو سیمو کې د همدې لپاره یوه تش په نامه ټولپوښتنه هم وشوه، چې لوېدیځوالو هېوادونو یو 'شرم ' وبلله.
د ملګرو ملتونو تازه قرارداد کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي، چې په روسيې پورې د نورو سیمو تړل په رسمیت و نه پېژني او 'سملاسي ' د دې پرېکړې بېرته اخیستلو غوښتنه کړې ده.
په قرارداد کې د خبرو له لارې د تاوتریخوالي کنولو هڅو ستاینه شوې او 'کلک ملاتړ ' یې اعلان شوی دی.
بل لور د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي دی د هغو هېوادونو منندوی دی، چې د دې قرارداد ملاتړ یې کړی.
نوموړي په دې هکله یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''نړۍ خپله خبره وکړه. د ضمیمې په لړ کې 'د روسیې ' هڅې بې مانا دي او خپلواک هېوادونه به یې په رسمیت و نه پېژني. ''
نوموړي زیاته کړې، اوکرایین به خپله ټوله خاوره بېرته ترلاسه کړي.
د عمومي اسمبلۍ دا رایې اچوونه له هغه وروسته وشوه، چې روسیې د وېټو حق له لارې په امنیت شورا کې چې د نړیوالې سولې او ثبات مسوولیت لري، په دې هکله د فعالیت مخه ونیوه.
د یادونې ده، چې پر اوکرایین له روسي یرغل وروسته له دې هېواده په ملګرو ملتونو کې د وېټو حق بېرته اخیستو غوښتنې هم شوې دي.