د ایران بهرنیو چارو وزارت تهران کې د بریتانیا سفیر احضار کړی

سفارت ایران

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د ایران بهرنیو چارو وزارت تر هغې وروسته تهران کې د بریتانیا سفیر 'سایمون شرکلیف' د احضارولو خبر ورکړی چې دغه هېواد د ایران پر پنځو امنیتي چارواکو او اخلاقي امنیت پولیسو بندیزونه اعلان کړل.‌

د ایرنا خبري اژانس د رپوټ له مخې د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د لوېدېزې اروپا مدیر له ښاغلي شرکلیف سره لیدنه کې د دغو بندیزونو له کبله هغه ته د خپل حکومت شکایت سپارلی دی.

تهران په دې توګه د بریتانیا دا ګام "خپلو کورنیو چارو کې" لاسوهنه بللې.

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت دوشنبه اعلان وکړ چې ایران کې په پراخه کچه د احتجاج کوونکو د ځپل کېدو غبرګون کې د دغه هېواد د اخلاقي امنیت یا ګشت ارشاد پر پولیسو او پنځو امنیتي چارواکو بندیزونه لګوي.

د ایران اسلامي جمهوریت انتظامي قومندانۍ کې د اخلاقي امنیت پولیسو مشر محمد رستمي چشمه ګچي، د تهران د اخلاقي امنیت ګزمې قومندان احمد میرزايي، د سپاه پاسداران اړوند د بسیج ځواکونو مسوول برید جنرال غلامرضا سلیماني، د ایران انتظامي ځواک عمومي قومندان برید جنرال حسین اشتري او د دغه ځواک د ځانګړې قطعې قومندان برید جنرال حسن کرمي هغه چارواکي دي چې بریتانیا پرې بندیزونه اعلان کړي.

د ایران انتظامي قومندانۍ اړوند د اخلاقي امنیت پولیس یا 'ګشت ارشاد' هغه ځواک دی چې د وګړو د اجباري حجاب اصولو د څار او پلیتابه مسوولیت لري.

اعتراضات ایران

د عکس سرچینه، Alamy

‌د مهسا امیني په نوم ۲۲ کلنه کردۍ نجلۍ تېره میاشت د همدغه ځواک پولیسو لخوا تر نیول کېدو وروسته په مرموز ډول مړه شوه چې له کبله یې ایران کې د حکومت خلاف بي ساري اعتراضونه پیل شوي.

په دغو احتجاجونو کې تر دې دمه د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۸۵ د ډېرو نور کسانو هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو مدافع بنسټونه وايي ایراني ځواکونه په بې رحمانه ډول د اعتراض کوونکو ځپلو کې ښکېل دي.