د بریتانیا سمندري ځواکونو عرب سمندر کې د ۱۵ میلیونه پاونډو په ارزښت نشه یي توکي نیولي

د عکس سرچینه، Ministry of Defence
د بریتانیا شاهي سمندري ځواکونو عرب سمندر کې د څه باندې ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت بار د نشه یې توکو یوه لویه کښتۍ نیولې ده.
د کښتۍ دغه بار چې سلګونه کیلو ګرامه کرستال ډوله "میتافیتامین" پکې وو د بریتانیا د شاهي سمندري ځواکونو له خوا له شپږ ساعته عملیات وروسته کشف شول.
دا روان کال کې د نشه یي توکو پر وړاندې د دغو ځواکونو پنځم عملیات و چې ترسره شو.
د ځواکونو دغې ډلې یو قوماندان کلېر تامپسن وايي، د دغو نشه یې توکو نیول د "جنايي ډلو" او "ترهګرو" لپاره یو لوی ګوزار دی چې د خپلو فعالیتونو د مالي تمویل لپاره مخدره توکي کاروي.
د ښاغلي تامپسن په وینا" د تروریستي او جنايي سازمانونو او د هغوی د تمویل د لیکو ویجاړول د بریتانیا او د نړۍ د نورو هېوادونو د خوندي ساتلو اصلي لار ده."
د بریتانیا سمندري ځواکونو یوه ویاند ویلي چې، پیل کې یې له نشه یي توکو بار مشکوکې کښتۍ د څارلو لپاره یوه چورلکه واستوله، او وروسته یې بیا تر ډېرو سختو شرایطو لاندې د سمندري ځواکونو د کښتۍ کنټرول ترلاسه کړ.
په لومړنیو پلټنو کې له نیول شوې کښۍ یوه اندازه نشه یې توکي ترلاسه شول خو ځواکونو له نورو پلټنو وروسته وموندل چې کښتۍ کې د یوه مصنوعي جوړ شوي دیوال شاته زیاته اندازه نور نشه یې توکي ځای پر ځای شوي دي.
په ټوله کې ۸۷۰ کیلو ګرامه کرستال ډوله میتافیتامین له دغې کښتۍ ترلاسه شول.
د بریتانیا حکومت د جرمونو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د ترلاسه شویو نشه یي توکو د عمده پلور ارزښت ۱۵،۵ میلیونه پونډه دی.
د روان کال له پیله تر اوسه برتیانیا کې د ۴۷ میلیون پونډو په ارزښت نشه یې توکي او د وسلو دوه قاچاق وړونکي نیولي دي.


















