تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد محکمې قاضۍ ته د سپکاوي قضيه کې د عمران خان بښنه ومنله
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د اسلام اباد لوړې محکمې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد محکمې ته د سپکاوي قضیې ختمولو امر کړی دی.
د نوموړي پر ضد لوړه محکمه کې دغه قضیه تر هغه وروسته پیل شوه، چې نوموړي د روان کال اګست میاشتې په شلمه نېټه یوې ولسی وینا کې قاضۍ زېبا چودرۍ ته اخطار ورکړی و.
هغه وینا کې ښاغلي خان د قاضۍ زېبا چودرۍ نوم اخیستی و او ویلي يې وو چې "زه به له ستاسو سره ګورم او ستاسو پر ضد به قانوني ګام اخلم".
اسلام اباد کې د بي سي خبریال خدای نور ناصر وايي، نن "دوشنبه" مخکینی لومړی وزیر د یادې محکمې اورېدنه کې حاضر شو، چې د لوړې محکمې قاضی اطهر من الله د دې قضیې د ختمولو امر ورکړ.
تر دې وړاندې عمران خان په خپله وینا د بښنې اخیستلو هم ویلي وو او ان د بښنې لپاره قاضۍ زېبا چودرۍ محکمې ته هم ورغلی وه.
د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد دغه قضیه تر هغه وروسته پیل شوه، چې نوموړي د روان کال اګست میاشت کې په اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته وینا کې هغې قاضۍ ته ګواښ کړی وو، چې د ده د ګوند د یوه سیاستوال شهباز ګیل اورېدنه يې کړې وه.
د عمران خان پر ضد د محکمې ته د سپکاوي قضیې د ختمولو تر پرېکړې وروسته که یوې خواته د نوموړي پلویان خوشحاله دي، خو د واکمن ګوند سیاستوال بیا هم نیوکې کوي او زیاتوي د "محکمې سپکاوی يې کړی، خو محکمې وباښه".
د پخواني لومړي وزیر نوازشریف لور او مریم نواز شریف پر خپله ټيوټر پاڼه لیکلي "د محکمې توهین خو يې کړی او د ټولې نړۍ وړاندې يې کړی دی. "
عمران خان: د رښتینې ازادۍ لاریون ته ډېر وخت نه دی پاتې، ټول مې غږ ته منتظر اوسئ
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان د اوسني حکومت خلاف یې د خپلو پلویانو رایستلو ته تابیا په بشپړېدو ده.
هغه ټېکسلا کې یوې جلسې ته ویلي "بشپړ چمتووالی نیسم... ډېر وخت نه دی پاتې، نو ټول زما غږ ته منتظر اوسئ."
عمران خان خپلو پلویانو ته وویل "غواړم تاسې ټول د حقیقې ازادۍ لاریون کې شامل کړم. ټول چمتو اوسئ."
هغه د اوسني حکومت چارواکي تورن کړل چې د احتساب او نورو ادارو واګي یې لاس کې اخیستي او ګوندې پخپله خپل د مالي فساد دوسیې ځان ته معاف کوي.
د تحریک انصاف ګوند مشر له وخت وړاندې ټولټاکنې غواړي خو د پاکستان اوسنی حکومت وايي خپله دوره به پوره کوي او تر وخت وړاندې ټاکنې شونې نه دي.
بلې خوا هلته د لومړي وزیر شهباز شریف کابینې پرېکړه کړې، چې د مخکیني لومړي وزیر عمران خان پر ضد به د خپرو شویو هغو غږیزو پیغامونو پلټنه کوي چې نوموړی پکې خپل سکرتر اعظم خان سره خبرې کوي او وايي، د خپل حکومت د نسکورېدو تر شا به امریکا تورنوي چې د ده په خبره"لوبه به کوي".
پر عمران خان قضيه د ترهګرۍ ضد قانون لاندې ثبت شوې وه خو د اسلام اباد سترې محکمې د ترهګرۍ ضد قضيه لغوه کړه.
دې قضيې نور اړخونه هم لرل چې عمران په کې د ضمانت غوښتنه نه وه کړې چې پر بنسټ يې پوليسو له ځايي محکمې د عمران خان د نيولو امر ترلاسه کړی و.
حقوق پوهانو هم له ضمانت وړاندې ویلي و چې، د ترهګرۍ ضد قضيې له ختمېدو وروسته نورې ټولې قضيې د ضمانت وړ دي.