تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکايي روغتیاپالانو پر یوه جوړه د روسیې لپاره د جاسوسي توطئې تور لګېدلی
د امریکا متحدو ایالتونو پوځ یوه جګړنه چې ډاکتره هم ده، له خپلې ملکي ډاکترې مېرمنې سره رسماً د جاسوسۍ توطئې چمتو کولو تورن ه شوې.
پر ډاکتر جیمي لي هنري او انا ګبرلین تور دی، چې د روسې حکومت ته یې د یوه پوځي روغتون د ناروغانو خوندي معلوماتو ورکولو دسیسه چمتو کړې وه.
دې جوړې د امریکا استخباراتي ادارې ایف بي ای یوه جاسوس ته ویلي و، چې له روسیې سره د وطن پالنې مینه یې د دې چارې انګېزه وه.
د یادې جوړې استازو تر اوسه د قضیې په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی او روسي چارواکو هم په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي.
د دې جوړې پر ضد د میریلنډ ایالت بالټیمور سیمې په محکمه کې د پنجشنبې پر ورځ د داسې معلوماتو برالا کولو هڅې تورونه لګېدلي چې له مخې یې ناروغان پېژندل کېدای شي.
څارنوالانو په دې هکله ویلي: ''تورنې جوړې غوښتل د روسیې له حکومت سره د امریکا حکومت او پوځ اړوند شخصیتونو اړوند طبي وضعیت معلومات شریک کړي. ''
د ډاکترې ګبریلین په هکله ویل کېږي چې په واشنګټن کې یې څو میاشتې مخکې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د روسې سفارت ته د سري معلوماتو ورکولو وړاندیز کړی و.
د اګست په نیمايي کې بیا د ایف بي ای یو جاسوس هغې ته ورغلې و او ځان یې د روسیې سفارت استازی ورته معرفي کړی و.
که پر دې جوړې لګېدلي تورونه ثابت شي، د توطئې چمتو کولو جرم له کبله ښايي پنځه کاله زندان او د طبي معلوماتو افشا کولو هرې قضیې کې تر لس کاله زندان سزا وویني.
جګړنه هنري لومړنۍ فعاله امریکایۍ پوځي افسره وه چې ۲۰۱۵ کال کې یې د پوځ له اجازې وروسته د جنسیت بدلون اعلان وکړ، رسماً یې نوم بدل کړ او په هماغه کال دې جوړې واده هم وکړ.