تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې جګړې ته د پوځیانو راټولولو کې تېروتنه ومنله
روسیې له اورکرایین سره جګړه کې د پوځیانو راټولولو کې تېروتنې ومنلې او وايي د ولسمشر پوتین د فرمان ضد لاریونونو کې به خپلې تېروتنې سمې کړي. رپوټونه وايي، د احتیاطي پوځیانو راغونډولو کې به یو میلیون کسان شامل شي.
د روسیې د ولسمشر ویاند ویلي: "د پوځیانو راټولولو پرمهال ځینې سرغړونې شوې ده چې ټولې تېروتنې به سمې کړل شي."
رپوټونه وايي، په دې کسانو کې داسې خلک هم راغونډ شوي، چې هېڅ پوځي تجربه نه لري، یا یې عمرونه او د یوې ستونزې له کبله پوځي دنده نه شي ترسره کولی.
پوتین د سپتمبر پر ۲۱مه وویل، پوځي خدمت ته به ۳۰۰ زره احتیاطي پوځيان راوبلل شي.
خو د روسیې مخالفانو له لوري داسې رپوټونه خپاره شوي چې مسکو تر یو میلیون ډېر کسان احتیاطي پوځي خدمت ته راټول کړي دي.
په لوېدیځ او اوکرایین کې کارپوهان وايي، د احتیاطي پوځیانو رابللو په اړه د پوتین فرمان ددې څرګندويي کوي چې څه باندې اوو میاشتو وروسته مسکو د اوکرایین جګړه کې ماتې خوړلې ده.
روسیې د دغه نوي فرمان پرضد تر ۲۰۰۰ ډېر مخالفان نیولي دي.
په ورته وخت کې روسیې د اوکرایین په څلورو نیول شویو سیمو کې په بشپړه یا نسبي توګه ټولپوښتنه پیل کړې ده چې نن (سه شنبه) به پای ته ورسېږي. پر دې ټولپوښتنې لوېدیځو هېوادونو سختې نیوکې کړې دي او وايي که دا سیمې له روسیې سره یوځای کړل شوې، نو دوی به قوي غبرګون وښيي.
دا نظرپوښتنه له تېرې جمعې ورځې راهیسې د اوکرایین ختیځو دونیڅک، لوګانس، خېرسون او زاپوریژیا سیمو کې روانه وه چې پر ټولو روسي پوځیان واکمن دي.
اوکرایین او د دغه هېواد ملګرو هېوادونو دا نظرپوښتنه تېر ایستنه بللې ده.
اوو سترو هېوادونو مشرانو ژمنه کړې چې ددې نظرپوښتنې پایلې به ونه مني او واشنګټن ګواښ کړی که دا سیمې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، نو پر مسکو به نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.
د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې مسکو کریمیا ټاپو هم د روسیې له خاورې سره یوځای کړ.
چین چې د مسکو ټلوال ګڼل کېږي، ویلي پرته له دې چې دا نظرپوښتنه وغندل شي، باید د ټولو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.
په ورته وخت کې وروستیو ورځو کې د ایراني الوتکو په مټ اودیسه سیمه کې چې تور سمندر ته څېرمه پرته ده روسیې خپل بریدونه ډېر کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د اوکرایین پوځ وویل، روسي پوځ د اوکرایین په ختیځ کې پر ۴۰ سیمو بریدونه کړي دي.