تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا کې فیونا 'تاریخي' توپان ته چمتووالی او خبرداری
د کاناډا ساحلي سیمو ته د (فیونا) په نامه توپان له رسېدو سره د سلګونه زره وګړو برېښنا پرې شوې ده.
د نووا سکوشا، پرېنس اډوارډ ټانیو برونزیک ګڼو برخو کې سېلابونه راوتلي، تېر بادونه لګېدلي چې سرعت یې په یوه ساعت کې ۱۴۸ کیلومتره (۹۲ میله) اټکل شوی دی.
د کاناډا د بادونو اړوند مرکز د توپان له رسېدو مخکې خبرداری ورکړی و چې فیونا به ښايي په "تاریخي توګه سخته پېښه" وي چې ورسره به برېښنا پرې او سېلابونه راووځي.
د کاریبي سمندر پر سیمو د تېرېدو پرمهال فیونا توپان لږ تر لږه اته کسان وژلي دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د جمعې په ورځ وویل "وضعیت ډېر ناوړه دی".
نوموړي زیاته کړه: "ټول په خوندي توګه پاتې کېدو ته هڅوو او په ۲۴ راتلونکو ساعتونو کې باید د چارواکو سپارښتنو ته پام وکړي".
د نووا سکوشا سیمې، پرېنس اډوارډ ټاپو، نیوفاونډلېنډ او برونزیک استوګنو ته د استوايي توپان خبرداری ورکړل شوی دی.
د هېواد په ختیځو سیمو کې هم د بارانونو خبرداری ورکړل شوی دی چې ښايي ورسره ناڅاپي سېلابونه راووځي.
د کیپ ټاون ښاروالې اماډا مکډوګل ویلي: "دا ډول پېښې مخکې هم راباندې تېرې شوې، خو وېره مې دا ده چې په دې کچه نه وې".
دا زیاتوي: "اغېز به یې لوی، ریښتینی او ناڅاپي وي".
کاناډا کې ډېر کم بادونه لګي او کله چې شمال کې سړو اوبو ته ورسېږي، نو طاقت یې ورسره کم شي.
په ۲۰۰۳ کال هم نووا سکوشا استوايي بادونو خرابه کړې وه. هلته د (خوان) په نامه توپان دوه کسان وژلي وو او د خلکو استوګنځیو او د نباتاتو ژوند ته یې لوی زیان اړولی و.
تېره اونۍ په پورټوریکو او ډومینیک جمهوریت کې فیونا توپان خلکو کې وېره خپره کړې وه چې لاهم ګڼ وګړي بې برېښنا او بې اوبو دي.