اوکرایین جګړه؛ زېلینسکي د روسیې لپاره د 'سزا' غوښتنه وکړه

Delegates listen to a pre-recorded speech by Ukrainian President Volodymyr Zelensky during the 77th session of the United Nations General Assembly (UNGA) at U.N. headquarters on September 21, 2022 in New York City

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جیمز فیتز ګیرلاد
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلینسکي په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې وویل، روسیه باید پر اوکرایین د یرغل له کبله 'یوازې او یوازې سزا ' وویني.

په یوه ویډیويي وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، اوکراییني ولسمشر د یوه ځانګړې محکمې رامنځته کېدو غوښتنه وکړه او په اوکرایین کې یې د هغو جنګي جرمونو تفصیل بیان کړ، چې ادعا کېږي روسي پوځیانو کړي دي.

نوموړي دغه راز په نړیواله کچه روسیې ته د سزا ورکولو او د اوکرایین لپاره د لا نور پوځي ملاتړ په ګډون د 'سولې فارمولا ' وړاندې کړه.

د غونډې ډېری ګډونوال د نوموړي وینا پر مهال ودرېدل او د لاسونو په پړقولو یې د نوموړي وینا بدرګه کړه.

ښاغلي زېلینسکي په خپله وینا کې روسیه تورنه کړه چې د خپلې 'غیر قانوني جګړې ' له کبله یې ویجاړونکې تباهي ' رامنځته کړې ده.

نوموړي په همدې ورځ دا وینا وکړه، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین درې سوه زره احتیاط پوځیان د فعالیت لپاره بللي دي.

د ولسمشر پوتین له دې اعلان سره په روسیه کې کمساري احتجاجونه شوي دي.

ښاغلي زېلینسکي په خپله وینا کې همدې موضوع ته په اشارې سره وویل، له دې اعلانه ښکاري چې دښمن یې د سولې خبرو په هکله جدي نه دی.

نوموړي د خپل هېواد په هغو سیمو کې چې روسي پوځیانو نیولې، له روسیې سره د یو ځای کېدو په پار د ټولپوښتنې کولو اعلان هم وغانده.

UN delegates stand and applaud President Zelensky's video address

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ښاغلي زېلنسکي وینا ته ډېری ګډونوال ودرېدل او هرکلی یې وکړ.

د یادونې ده، چې د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې لوېدیځوالو مشرانو هم دا اعلان غندلی دی.

ښاغلي زېلینسکي وویل، د یوې ځانګړې محکمې له لارې به شونې شي، چې د ده په خبره له روسیې سره د خاورې تروړلو او زرګونو خلکو وژلو په لړ کې حساب کتاب وشي.

نوموړي دغه راز د اوکرایین په ازیوم ښار کې چې دا وروستیو کې اوکراییني ځواکونو له روسیانو بېرته ونیو د ۴۴۵ نویو قبرونو یادونه هم وکړه.

ښاغلي زېلینسکي په دې ښار کې د روسي پوځیانو ادعا شویو جنګي جرمونو تورونه تکرار کړه او د دې ښار د یوه اوسېدونکي سړي کیسه یې هم بیان کړه، چې د ده په وینا له خصي کېدو وروسته وژل شوی و.