تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان کې بانکونه 'تر نامعلوم وخته' پورې تړل شوي دي
په لبنان کې د بانکونو اتحادیه وايي، تر څو چې یې چارواکو امنیت خوندي کړی نه وي، تر 'نامعلوم وخته ' به بانکونه تړلي پاتې شي.
تېره اونۍ د لبناني بانکونو مشتریانو خپلو کنګل شویو بانکي حسابونو ته د لاسرسي په موخه پر ځايي بانکونو یرغلونه وکړل، چې له کبله یې د لبنان بانکونو ټولنې د بانکونو تړلو اعلان وکړ.
دوی وايي، د بانکونو کارکوونکي له خطرونو سره مخامخ دی.
د چهارشنبې پر ورځ یوې ښځې په یوه بانک کې له جعلي وسلې سره وېره، ترهه رامنځته کړه او د کورنۍ درملنې لګښتونو لپاره یې د پیسو غوښتنه کوله.
ورته نورې پېښې هم شوې او یوازې د جمعې پر ورځ د ورته پنځو پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي.
لبنان له یوه سخت مالي او اقتصادي بحرانه تېرېږي. د دې هېواد نژدې اتیا سلنه وګړي د خوړو او دارو - درملو لګښتونو پوره کولو لپاره ستونځې ګالي.
په لبناني بانکونو کې د داسې پېښو په هکله ولس ملاتړ څرګندوي او د داسې کسانو مایوسي څرګندونه یې بولي، چې مجرمان نه دي، خو د لګښتونو پوره کولو لپاره بله لار نه لري.
په ۲۰۱۹ کال کې چې د ډالر پر وړاندې د لبناني پاونډ ارزښت وغورځېد او انفلاسیون زیات شو، ځايي بانکونو د ډالرو پر ترلاسه کولو محدودیتونه ولګول.