امریکا وايي روسیې پر پټو بهرنیو لاسوهنو ۳۰۰ میلیون ډالر لګولي‌

Russian President Vladimir Putin attends an extraordinary meeting of the Collective Security Council of the Collective Security Treaty Organization (CSTO) via video conference call at the Novo-Ogaryovo state residence, outside Moscow, Russia, 13 September 2022. Armenia asked for help from Russia, the CSTO and the UN in a new clash with Azerbaijan.

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

‌امریکا تور پورې کړی چې روسیې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په پټه ۲۴ هېوادونو کې تر ۳۰۰ میلیونو ډېر ډالر پر دې لګولي‌ چې سیاستوال یې د ځان ملګري کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا تور د دوی د استخباراتو د یوې نوې ارزونې له مخې لګولی،‌ چې د سې شنبې پر ورځ خپره شوې ده.

د جو بایډن حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي "فکر کوو چې دا به یوازې د کنګل غره څوکه وي" - په دې معنا چې مسکو ښايي‌ دې لار کې تر دې ډېر زیات لګښت کړی وي.

روسیې تر اوسه تور ته غبرګونه نه دی ښودلی، خو پخوا یې په وار وار امریکا تورنه کړې چې د نورو هېوادونو چارو کې مداخله کوي.

یوه امریکایي‌ چارواکي چې نه یې دې غوښتي نوم یې واخیستل شي، ویلي د دوی د استخباراتو ارزونه ښيي چې روسیې به غالبآ دې لار کې تر دې ډېرې زیاتې پیسې لګولې وي خو څرک یې نه دی لګول شوی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغو هېوادونو او سیاستوالو نومونه نه دي اخیستي چې مسکو په دې تړاو د هڅو هدف کرځولي.‌

دغه چارواکي ویلي د دوی استخباراتي ادارې دمګړۍ له هغو هېوادونو سره د مالوماتو شریکېدو لپاره اړیکه کې دي‌ چې روسیې پرې پټه پانګونه کړې، خو دغه مالومات ښايي‌ محرم پاتې شي.

US dollar banknotes. File photo

د عکس سرچینه، Getty Creative Stock

د اې اېف پي‌ په حواله د امریکا حکومت یوې سرچینې چې په دې اړه مالومات لري ویلي، روسیې البانیا کې د ۲۰۱۷ کال ټاکنو پر مهال د منځلاري ښی اړخي دېموکرات ګوند په ملاتړ ۵۰۰ زره ډالر لګولي او همدا راز یې بوسنیا، مونتېنېګرو او مداګاسکار کې د ګوندونو او نوماندانو مالي ملاتړ کړی.

دې سرچېنې زیاته کړې چې کرملېن ماڼۍ په دې تړاو هڅو لپاره د بلجیم پلازمېنه بروکسل د مرکز په توګه کارولی دی.‌