تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو سر منشي د سېلابونو زيان ارزولو لپاره سند ته تللی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په پاکستان کې د ورستیو سېلابونو له کبله اوښتو زیانونو ارزونې لپاره له اسلام اباد ته د سکر په لور روان شوی دی.
له انتونیو ګوتریش سره د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو هم ملګري دي.
انتونیو ګوتریش پرون پاکستان ته ورسېد او د هغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شريف سره یې د یوې خبري غونډې پر مهال نړۍ ته دا پیغام ورکړ چې پاکستان مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.
د اټکلونو له مخې سېلابونو او بارانونو نږدې ۳۰ میلیارده ډالرو زیان اړولی دی.
نوموړي د پاکستان لپاره له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د مالي مرستو ترڅنګ دې د پورونو په بڼه هم مرسته وشي.
نوموړي وویل: "پاکستان د دې وضعیت سره د مبارزې لپاره لوې مالي مرستې ته اړتیا لري، او دا مرستې کېدای شي تر ۳۰ میلیارد ډالرو اټکل شي."
د پاکستان لومړي وزير د ملګرو ملتونو له عمومي منشي مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ هغه مرستې چې له نړیوالې ټولنې ترلاسه کوي په پوره روڼتیا سره به یې تر زیانمنو ورسوي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف وویل: "د پاکستان په شان وضعیت نورو هېوادونو کې هم رامنځ ته کېدای شي د همدې لپاره مونږ باید سره له اوسه لاس په کار شوو."
د سېلابونو د پېښو په اړه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته معلومات ورکړل شول.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتریش چې د پاکستان په سفر دی، پاکستاني چارواکو ورته په دغه هېواد کې د سېلاب او د هغه د ویجاړیو په اړه معلومات ورکړل.
د معلوماتو په دې غونډه کې لومړی وزیر شهباز شريف هم ورسره موجود وو۔
انتونیو ګوتریش وویل، سېلابونه یو طبیعي ناورین دی او د اقلیم د بدلون ننګونو ته د رسېدو لپاره باید نور ګامونه پورته شي.
هغه وویل، چې پاکستان ته له سېلاب ځپلو سره غمرازۍ او یو ځای کېدو لپاره ورغلی دی.
دې غونډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزير احسن اقبال وويل، سېلابونو مالدارانو او فصلونو ته زيان رسولی دی.
همدارنګه پاکستاني چارواکو ګوتریش ته وویل، يو پر درې برخه پاکستان سېلاب ځپلی دی.
دوی وايي، په ٤٠ زره جريبه ځمکه کې حاصلات زيانمن شوي دي.