تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویلي کوریا کې سیلاب ۷ کسان وژلي دي
په سویلي کوریا کې د هینامور توپان له کبله راوتلي سیلاب ۷ کسان د موټرو په پارکینګ (تل خونه) کې ایسار او ډوب کړل.
دوی (دغه کسان) د ودانۍ زیر خونې ته تللي وو چې د موټرو له پارکینګه خپل موټرونه رابهر (را وباسي) کړي.
مسولین وايي، له دې ودانۍ څخه یې دوه تنه نور ژوندي راویستلي دي.
ژغورل شویو کسانو ۱۲ ساعته تل خونه کې د چت په نلونو پورې ځانونه ځوړنده کړي وو او همدې چارې له مرګه وژغورل.
ژوندي پاتې دوو کسانو کې یو ځوان سړی دی چې ۳۰ کاله عمر لري او یوه ښځه ده چې ۵۰ کاله عمر لري.
راپورونه وايي، یادې ودانۍ کې ټول ۹ کسان وو او د سه شنبې په سهار اړوندې ادارې دې کسانو ته ویلي و، چې خپل موټرونه باید له پارکینګه بهر کړي.
نوموړي هېواد کې توپان ودانیو او سرکونو ته ډېر زیانونه اړولي دي.
د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د یادوکسانو په وژنه خواشیني ښودلې او دا یې یو ناورین بللی دی.
نوموړی وايي: "ما تېره شپه د دې غميزې له امله خوب نه دی کړی."
هغه زياته کړه، چې د ښار ناورين ځپلې سیمې يې په نښه کړې او د چهارشنبې په ورځ به له دې سیمو لیدنه وکړي.
د سویلي کوریا په پوهانګ ښار کې دا ناورین رامنځ ته شوی او د همدې توپان له کبله رامنځ ته شوي سیلاب دا ښار ډېر زیانمن کړی دی.
د هینامور توپان د سږ کال تر ټولو پیاوړی توپان دی، چې د دې اوونۍ په پیل کې سویلي کوریا ته ورسیده.
دهینامور توپان تر دې دمه لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.
سویلي کوریا لکه د ختیځې اسیا هېوادونو په څیر په تیرو څو میاشتو کې سختو بارانونه او د تودوخې لوړې درجې زغملې دي.
هینامور توپان د اګست له لومړیو ورانیو ته مخه کړه او د پلازمېنې سیول په ګډون یې په ډيرو ښارونو سیلابونه وروستل.