د سویلي کوریا پلاوی تهران ته روان شو، ایران د یو میلیارد کنګل شویو ډالرو د ازادېدو غوښتنه کړې

د خپرېدو وخت

د سویلي کوریا یو رسمي پلاوی تهران ته خوځېدلی چې ایراني چارواکو سره د سپاه پاسدران لخوا د دوی د درول شوې بېړۍ د خوشې کېدو په اړه خبرې وکړي.

له دې سره هممهاله د سوېلي کوریا یونهاپ خبري آژانس د ډېپلوماټیکو سرچینو په حواله ویلي چې ایران له سویلي کوریا د روغتیايي تجهیزاتو د پېرلو لپاره دغه هېواد کې د خپلو یو میلیارد کنګل شويو ډالرو د ازادېدو غوښتنه کړې.

سپاه پاسداران د سوېلي کوریا دغه تېل لېږدونکې بېړۍ او د هغې عمله د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي په نوم درولې ده.

دغه ګام ته د "یرغمل نیونې" نوم ورکړ شوی خو د ایران د حکومت یوه ویاند دا تور رد کړی او ویلي یې دي: "که خبره د برمته کېدو وي - نو دا کار د سوېلي کوریا حکومت کړی. په خیالي پلمو یې زموږ ۷ میلیارده ډالر برمته دي".

د سوېلي کوریا بهرنیو چارو وزارت کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو مدیر 'کوه کیونګ سوک' هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي: "د ایران بهرنیو چارو وزارت کې به له خپل سیال او که د نیول شوې بېړۍ د خوشې کېدو هڅو کې مرسته کېږي، نو له مختلفو مسیرونو به له نورو سره هم وګورم".

د سوېلي کوریا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې تهران کې د دوی د سفارت درېو کارمنانو چارشنبه د نیول شوې بېړۍ له عملې سره لیدلي او د هغوي د امنیت او ښه وضعیت ډاډ یې ورکړی دی.

د سوېلي کوریا یونهاپ خبري اژانس د یوې ډېپلوماټیکې سرچینې پر بنسټ، چې ویلي یې دي نوم او هویت دې یې نه خپرېږي، لیکلي چې ایران د خپلو یو میلیارد کنګل شویو ډالرو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.

یونهاپ د دې سرچینې په حواله لیکلي:" ایران سوېلي کوریا ته ویلي چې غواړي دغه هېواد کې له خپلو اووه میلیارد (کنګل شویو) ډالرو څخه په یو میلیارد ډالرو روغتیايي تجهیزات وپېري".

تهران پر دې سربېره دا هم غوښتي چې سوېلي کوریا کې دې د دوی له پېسو شاوخوا ۱۰ میلیون ډالر کوواکس پروګرام ته ورکړ شي.

سوېلي کوریا کې د ایران کنګل شوې پېسې د دغه هېواد په پولي واحد 'وون' دي چې د امریکا له بندیزونو سره سره د ایران او سوېلي کوریا ترمنځ سوداګري ممکنوي.

ډېپلوماټیکې سرچېنې سوېلي کوریا ته ویلي ایران اندېښمن دی چې امریکا به دغه لس میلیون ډالر له وون ډالر ته د بدلېدو او کوواکس ته د لېږد په لړ کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا خزانې وزارت د کورونا وېروس واکسین پېرلو ته له بندیزونو ځانګړی معافیت ورکړی دی.

یونهاپ سره غږېدلې ډېپلوماټیکې سرچینې سوېلي کوریا لخوا د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره د "وخت پر اړولو" هم نيوکه کړې ده.

دې سرچینې همدا راز د ایران د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنې ته د سویلي کوریا درول شوې بېړۍ سره تړاو ورکول "افراط" بللی دی.