سویلي کوریا د اوبو پر سر ښارګوټی ودانوي

د خپرېدو وخت

سویلي کوریا کې د اوبو پر سر د نړۍ لومړني ښار ودانولو چارې روانې دي. دا پروژه د ملګرو ملتونو په ملاتړ تر سره کېږي، چې تر ۲۰۲۵ کال پورې به یې چارې بشپړې شي.

د اوبو پر سر د ښار ودانولو هدف له هغو میتودونو یو بلل کېږي، چې د سمندر سطحې لوړېدو حالت کابو کولو لپاره تر سره کېږي.

دا نوی ښار د بوسان ښار سمندر غاړې ته نژدې ودان شوی، چې له سمندري څپو او سېلاب سره د مقاومت وړتیا لري.

د څو کوچنیو ټاپوګانو له یو ځای کولو دغه جوړ شوی ښار به د سمندري اوبو د کچې له لوړېدو سره پورته خېژي.

د پروژې طراحان هیله من دي، داسې نور ښارونه به هم ودان کړي، چې د لمرینې انرژۍ، خوړو او خوږو اوبو له پلوه پر ځان بسیا واوسي.

د پروژې په هکله تړون د ملګرو ملتونو انساني ابادۍ هغه پروګرام په چوکاټ کې رامنځته شوی، چې له مخې یې د نړۍ نژدې ۹۰ هېوادونو په ښارونو کې د ژوند تلپاتي ښېګړې لپاره چمتو کړی.

بوسان چې درې اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري، د نړۍ له هغو سمندري بندرونو یو دی، چې خورا ډېر تګ راتګ لري، او له همدې کبله ځايي اوسېدونکي او انجینران د 'ګودۍ ' یا د پخو سمندرغاړو چمتو کولو اوږده تجربه لري.

د دې تر څنګ بوسان د نړۍ له هغو ښارونو یو دی، چې د سمندري سطحې لوړېدو په صورت کې له احتمالي خطر سره مخامخ دی.

ماهرین اټکل کوي چې تر ۲۱۰۰ کال پورې به د سمندرونو سطحه تر یوه متر پورې لوړه شي، چې له کبله به یې د نړۍ ځینې ساحلي ښارونو کې د میلیونونو انسانانو ژوند ورسره اغېزمن شي.

د ملګرو ملتونو انساني ابادي پروګرام اجراييه مشره میمونه مهد شریف وايي: ''له سمندر سره د جګړې پر ځای باید دا زده کړو، چې په همغږي او رغنده توګه ورسره ژوند وکړو. ''

د یادونې ده، چې سویلي کوریا د بړبوکیو، سېلاوونو، ځمکښوېدنې، زلزلې او سمندري توپانونو له کبله هم د قدرتي افتونو له احتمالي خطر سره مخامخ هېواد دی.

هیله مندي دا هم ده، چې د اوبو پر مخ ودان ښار به له دې خطرونو سره مبارزه کې هم مرسته وکړي، ځکه ځینې برخې یې د سمندر له بېخ سره غوټه دي.

د اوبو منځ کې د دې نوي ښار د لګښت لپاره ۱۵۰ میلیونه پاونډ اټکل شوي او اټکل کېږي چې نژدې لس زره کسان به پکې ژوند وکړي.