سویلي کوریا د کورونا وېروس دویمه څپه تائید کړه؛ برزایل کې مثبتې پېښې ۱ میلیون ته ورسېدې

د خپرېدو وخت

د سویلي کوریا روغتیایي چارواکي په دې باور دي چې په دې هېواد کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې. که څه هم په تېرو ورځو کې په یاد هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر کم و، خو حکومت مني چې اوس دا وبا ښایي څو میاشتې نور هم دوام وکړي.

سویلي کوریا د کورونا وېروس پر ضد خپله مبارزه کې بریالۍ بلل کېده او په نړیواله کچه یې د حکومتي ګامونو ستاینه شوې وه.

د دې هېواد د ناروغیو د کنترول د ادارې مشر ډاکټر جونګ کیون اون کیونګ وایي، سویلي کوریا کې د کورونا وېروس لومړۍ څپې تر اپرېل میاشتې دوام وکړ.

خو په می میاشت کې یو ځل بیا د سویلي کوریا ځینو برخو کې یو شمېر ډله ییزې مثبتې پېښې رامخې ته شوې، چې تر ټولو رسنیزه هغه یې د پلازمېنې سیول یوه نایټ کلب کې د ګڼو کسانو اخته کېدل وو.

له هغه راهیسې که څه هم د ورځنیو مثبتو پېښو شمېر له زرو ان صفر ته رالوېدلې و، خو چارواکو د دوشنبې پر ورځ وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۷ تازه مثبتې پېښې ثبتې کړې دي.

د نړۍ په کچه یوه ورځ کې تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې:

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې په نړیواله کچه د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې (۱۸۳٫۰۰۰) مثبت پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې برازیل بیا امریکا او هند کې دي.

په نړیواله کچه اوس د کورونا وېروس د مثبتو پېښو کچه ۹ میلیونو ته رسېدونکې ده او ۴۶۷٫۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

هند کې ۴۰۰٫۰۰۰ پېښې

د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په هند کې د یکشنبې په ورځ د کورونا وېروس د پېښو کچه ۴۱۰٫۴۶۱ ته پورته شوې وه او تر ۱۵۰۰۰ ډېرې نوې پېښې ثبت شوې وې، چې دا د کورونا وېروس له خپرېدو راهیسې په هند کې په یوه ورځ تر ټولو لوړه کچه وه.

تر اوسه هند کې د کورونا وېروس له امله ۱۳٫۲۵۴ کسان مړه شوي.

د کورونا وېروس د ډېرو مثبتو پېښو له اړخه هند تر امریکا، برازیل او روسیې وروسته څلورم هېواد دی.

برازیل

تر امریکا وروسته برازیل د کورونا وېروس د ډېرې مړینې له امله دویم هېواد اعلان شوی.‌ په دې هېواد کې تر اوسه تر ۵۰۰۰۰ ډېر کسان د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي.

په دې سره په دې هېواد کې سیاسي لانجې په ډېرېدو دي. څو ورځې مخکې برازیل اعلان وکړ چې په هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر یو میلیون ډېر کسان اخته شوي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په برازیل کې د ناروغۍ اوج لا نه دی رارسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه ورځ کې د کورونا وېروس د نویو مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر ثبت کړی او د نویو مثبتو پېښو اکثره برخه په امریکا لویه وچه کې ثبت شوې ده.

دغه سرچینه وايي، برازیل کې په ۲۴ ګړیو کې ۱۸۳۰۰۰ نوې پېښې ثبت شوې دي،‌ چې ۶۰ سلنه یې له شمالي او سوېلي امریکا سره تړاو لري.

پر دې سربېره، په برازیل کې د ولسمشر بولسونارو پرضد خلک لاهم لارو کوڅو ته په لاریونونو راوتلي.‌

د حکومت ضد اعتراض کوونکي د ولسمشر د استیضاح غوښتنه کوي.‌

پر ښاغلي بولسونارو دا نیوکه هم ده چې له کورونا وېروس سره چې څنګه لازم وو، چلن ونه کړ او د روغتیا له وزارت سره مشورو ته یې غوږ ونه نیوه،‌ همدا وو چې ګڼو متخصصو ډاکترانو استعفاوې وکړې.

د یکشنبې په ورځ د روغتیا وزارت د کورونا وېروس له امله د ۶۴۱ کسانو مړینه اعلان کړه او د ټول ټال اخته کسانو شمېر یې ۵۰۶۱۷ کسان اعلان کړ.‌

تر برازیل مخکې امریکا په لومړي کتار کې د کورونا ۲٫۲ کسانو په اخته کېدو په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې ډېر وګړي پکې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي او نژدې ۱۲۰۰۰۰ کسان ترې مړه شوي دي.

بولسونارو خبرداری ورکړی چې د کورونا پرتله به د اقتصادي مخ پر ځوړ وضعیت اغېز لا ډېر وي.

په برازیل کې عمومي ټولبندیز لا نه دی عملي شوی، خو ولایتونو او ښارونو پخپله احتیاطي ګامونه اخیستي دي، همدا ده چې په ځینو ښارونو کې کاروبار بېرته پیل شوی او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یوځل بیا د کورونا وېروس څپه مخ په ډېرېدو ده.

د یکشنبې په ورځ پولیسو په برازیلیا کې د مخالفو ګوندونو ځینې کسان ونیول. دوی د کانګرس او سترې محکمې ودانیو مخې ته لاریونونه کړي وو.‌

ساو پاولو او ریو دي جینیرو ښارونه هم د خلکو لویو راغونډېدنو شاهدان وو.‌