تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرایین اټومي بټۍ لپاره د خوندي زون رامنځته کېدو وړاندیز ملاتړ وکړ
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس خبرداری ورکړی چې د اوکرایین زاپورېژيا اټومي بټۍ ته نږدې د توپخانې بریدونه د دې لامل ګرځېدای شي چې له دې بټۍ نامحدوده اندازه راډیواکټیف مواد خپاره شي.
دې ادارې همدا راز ویلي چې د دغو تاسیساتو شاوخوا د روسيې درېدلي پوځي تجهیزات هم د دې بټۍ خوندیتوب ګواښلی.
روسي ځواکونو پر اوکرایین د یرغل د پیل ورځو کې زاپورېژيا اټومي بټۍ ونیوه او تر هغې را وروسته پرې څو ځله بریدونه شوي چې دواړه خواوې یې پړه پر یو بل اچوي.
د ملګرو ملتونو څارونکي تېره اوونۍ دې بټۍ کتو ته ورغلل او د خوندیتابه لپاره یې د یوه امنیتي زون د رامنځته کېدو سپارښتنه وکړه.
دغو څارونکو خپل رپوټ کې ویلي چې دې بټۍ ته نږدې سیمو کې باید د توپخانې بریدونه سملاسي پای ومومي.
د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس رپوټ کې د روسيې د پوځي تجهیزاتو د حضور د یادونې ترڅنګ راغلي چې د دې بټۍ ۹۰۷ اوکراییني کارکوونکي خورا ستونزمن او تر فشار لاندې وضعیت کې کار کوي.
له دې سره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم تازه یو ځل بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې د دې بټۍ خوندیتابه ته اندېښمن دی.
هغه زیاته کړې یو څه چې باید روښانه وي "زاپورېژیا یا د اوکرایین بلې هرې اټومي بټۍ ته زیان رسېدل، که هغه قصدي وي یا نه، ناورین رامنځته کولی شي."
دا په داسې حال کې ده چې روسیې سې شنبې کیېف تورن کړې چې تر هغې وړاندې ۲۴ ساعتونو کې یې پر دې سیمه درې ځله بریدونه کړي.
خو اوکرایین بیا وايي روسي ځواکونه دا اټومي بټۍ پر ورڅېرمه پرتو ښارونو بریدونو لپاره د ډال په توګه کاروي.
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو د څارونکو د رپوټ هرکلی کړی.
هغه ویلي دغه رپوټ کې د دې اټومۍ بټۍ احاطه کې د روسیې پوځي تجهیزاتو حضور، د بټۍ پر اوکراییني کارکوونکو فشار او د روسیې پوځي اشغال ته اشاره شوې دي.
ښاغلي زېلېنسکي زیاته کړې چې که د امنیتي زون هدف د دې اټومي بټۍ اړوند ځایونو غیرنظامي کول وي، نو دی یې ملاتړ کوي.
خو روسیه وایي زاپورېژیا کې میشتو ځواکونو یې د دې اټومي بټۍ د امنیت ساتلو مسوولیت ته اوږه ورکړې.