ایراني هکرانو ته د جاسوسۍ هڅه؛ د اسراییل دفاع وزیر د کور صفاکار پر ۳ کاله بند محکوم شو

Benny Gantz speaks at the Israel Democracy Institute (23 August 2022)

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، بېني ګانتز - د اسراییل دفاع وزیر
د خپرېدو وخت

د اسراییل یوې محکمې د دغه هېواد دفاع وزیر بېني ګانټز د کور صفاکار په درې کاله زندان محکوم کړی دی.

ویل شوي هغه د ایران اړوندو هکرانو یوې ډلې ته د ښاغلي ګانټز په اړه د مالوماتو ورکولو هڅه کړې وه.

۳۸ کلن اومري ګورېن دې قضیه کې څارنوالانو سره همکارۍ کړې او د همدې لپاره د جاسوسۍ له توره بچ شوی.

د اسراییل عدلیې وزارت ویلي ګورېن د بلک شېډو یا 'تور سیوري' په نوم هکرانو ته ویلي وو چې د پیسو بدل کې ورته د ښاغلي ګانټز په اړه مالومات ورکولی او د هغه کمپوټر کې مالویر یا ورانکاری پروګرام ورته لګولی شي.

خو نوموړي له دې انکار کړی چې ګوندې پوهېده چې په دې توګه د اسراییل سرسخت دښمن ایران ته جاسوسي کوي.

اسراییل ټایمز ورځپاڼې د ښاغلي ګورېن د وکیل له خولې لیکلي چې "[هغه] جاسوس نه دی او دا د جاسوسۍ قضیه نه ده."

د رپوټونو له مخې هغه څېړونکو ته ویلي چې غوښتل یې په دې چل د مالوماتو له ورکولو پرته له هکرانو پیسې واخلي.

تېر کال نومبر د دې قضیې په اړه د لومړنیو مالوماتو خپرېدو پر مهال ویل شوي وو چې اومري ګورېن تر هغې وروسته د ټېليګرام له لارې بلک شېډو سره اړیکه نیولې وه، چې اسراییلي رسنیو د هکرانو دې ډلې د ورانکارۍ هڅو رپوټونه خپاره کړل.

هغه د دې لپاره چې هکرانو ته ثابته کړي چې واقعآ ښاغلي ګانټز ته کار کوي، د هغه کور کې یې د کاري میز، کمپیوټر، صندوق او مالیاتي اسنادو په ګډون بېلابېل عکسونه وراستولي وو.

View through nightvision binoculars at Israel Defense exhibition in Tel Aviv (file photo)

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسراییل عدلیې وزارت وايي دا هڅه د 'شین بېت' امنیتي‌ خدماتو [اسراییلو داخلي استخباراتو] لخوا شنډه او د محرمو اسنادو د افشاء کېدو مخه ونیول شوه.

خو د دې قضیې له برملا کېدو وروسته شین بېت هم له دې کبله له پوښتونو سره مخ شو چې څنګه یې د پخوانیو جرمي دوسیو او وسله والې غلا له کبله څلور ځله زندان ته تللي اومري ګورېن ته اجازه ورکړې چې د اسراییل دفاع وزیر ته کار وکړي.

دغه سازمان وروسته ومنله چې دې برخه کې ناکامۍ او نیمګړتیاوې مشخصې او د تکرارېدو د مخنیوي لپاره حل شوې دي.