د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت غلا شوي هنري آثار بېرته ایټالیا ته سپارل شوي

د خپرېدو وخت

د نیویارک ایالت یو وکیل الوین براګ وايي، د ۱۹ میلیارد ډالرو(۱۶ میلیون پونډو) په ارزښت غلا شوي هنري آثار یې بېرته ایټالیا ته سپارلې دي.

دغه آثار د یونان د الهې (آتنا) د سر ۵۸ ټوټې مرمر دي چې لرغونتوب یې له میلاد ۲۰۰ کاله وړاندې کلونو ته رسېږي.

دغه مرمر هر یو یې په یوازې ځان ۳ میلیونه ډالر ارزښت لري.

ښاغلی براګ وايي، غلو دغه آثار له غلا کېدو وروسته په موزیمونو او شخصي پلورونکو باندې پلورلي دي.

دا ایټالیا ته د بېرته ستنیدونکو آثارو وروستۍ هڅه ده، له دې وړاندې هم روان کال کې د ۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت آثار دغه هېواد ته ورسپارل شوي دي.

د لرغونو آثارو د قاچاق برخې مشر ژمنه کړې چې نور ډېر له لاسه تللي آثار به بېرته راستانه کړل شي.

له دغو غلا شویو هنري آثارو ۲۱ یې له میټرو پولیټن موزیم ترلاسه شوي دي.

سره له دې چې دا آثار ډېر زیات مالي ارزښت لري خو یو ایټالوي چارواکي یې هنري ارزښت تر مالي لا زیات یاد کړی دی.

جنرال رابرټو ریکارډي ویلي:"خوشاله یم چې دا آثار بېرته لاس ته راغللد همدې له مخې بېلابېلې ټولنې زموږ په تاریخ ځان خبروي موږ څوک یو؟"

د کورني امنیت چارواکو په وینا، پلټونکي له کلونو راهیسې په دې کار کوي چې د هنرې آثارو قاچاق وړونکي وڅاري او هغه توکي بېرته هغه ځایونو ته وسپاري چې ترې وړل شوي دي.

د لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوي دفتر وايي، جاکومو مدیچي او جیوواني فرانکو بچینا ایټالیا کې د غلا هغه دوه شبکې دي چې له خوندي ځایونو غلا کوي.