سکاټلنډ کې د روغتونونو مخکې د سګرټ نه څکولو قانون نافذ شو

د خپرېدو وخت

په سکاټلنډ کې د نوي قانون له مخې د روغتون مخکې سګرټ څکول غیرقانوني اعلان شو او که څوک یې په څکولو ګیر شول جریمه کېږي.

په برتانیا کې له لسیزو راهیسې سرپټو ځایونو کې سګرټ څکول منع دي او بندیزونه پرې لا په ډېرېدو دي.

د دغو بندیزونو هدف دا دی چې د سګرټ تاوان ته په کتو به یې خلک څکول بس کړي.

سر له دوشنبې که په سکاټلنډ کې څوک د روغتون د ودانۍ په ۱۵ مترۍ کې د سګرټ څکولو په حال کې ګیر شو، نو تر ۱۰۰۰ پونډو چې څه باندې ۱۱۰۰ امریکايي ډالر کېږي جریمه کېږي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې په خپله خوښه د سګرټ نه څکولو تګلاره په روغتونونو کې مراعات کېدو ته وړاندې شوې وه. دا د سکاټلند حکومت د هغه پلان برخه ده چې تکل لري تر ۲۰۳۴ کاله دغه هېواد کې تنباکو نه وي.

پر سګرټ څکولو د بندیز دغه قانون د روغتیا ملي خدماتو ټولو روغتونو کې پلی کېږي.

دا قانون په هغو ځمکو هم د تطبیق وړ دی چې لوړ پر سر یې د روغتون ودانۍ وي.

د Ash Scotland موسسې غړې شیلا ډففي چې د سګرټ څکولو پر ضد کمپاین کوي هیله منه ده چې دغه نوی ګام به د هغه لوګي په ورکولو کې مرسته وکړي چې د روغتونو له کړکیو، دروازو او هواکشونو له لارې خونو کې خپرېږي.

آغلې ډففي بي بي سي ته وویل دغه لوګی د هغو خلکو د رغېدو مخه نیسي چې روغتون ته د درملنې لپاره ځي، ځکه دا د دوی پر وینې او سږو بد اغېز کوي.

د سګرټ څکولو تاوانونو باندې نن سبا ډېر خلک پوهېږي خو په پرېښودلو یې کم خلک بریالي کېږي.

سګرټ څکول تر ټولو ډېر د زړه او سرطان ناروغیو خطر زیاتوي. د نورو زیانونو ترڅنګ د سترګو په لید هم خورا ناوړه اغېز کوي.

په ۲۰۱۷ کال کې په برتانیا کې د سترګو د متخصصینو یوې ټولنې د خپلې یوې څېړنې له مخې وویل، سره له دې چې د سګرټ څکولو او ړندېدو ترمنځ نېغه اړیکه شته، په پنځو کسانو کې یوازې یو دا مني چې سګرټ څکول دې ړندولی شي.

په ۲۰۱۷ کال کې برتانیا چاپې گارډين ورځپاڼې د سگرټ څکولو زيانونو په تړاو يو مطلب خپور کړ او پکې یې لیکلي ول چې په نړۍ کې د رامنځ ته کېدونکو هرو لسو مړينو يوه د سگرټ څکولو له امله ده.

لوېدیځو هېوادونو کې د سګرټ څکوونکو لپاره ساحه ورځ تر بلې تنګېږي، هم یې هر ځای نه شئ څکولی او هم یې بیه په لوړېدو ده.

د بېلګې په ډول برتانیا کې د شلو سګرټو وال ډبی په منځني ډول په ۱۳ پونډو دی چې نژدې ۱۵ ډالره کېږي.

پر دې سربېره د سګرټ پر ډبیو د خولې، ستوني او بدن نورو غړو د سرطان او نورو ناروغیو داسې عکسونه هم وي چې د انسان زړه بوږنوي.

سګرټ که څه هم د بېلابېلو وژونکو ناروغیو لامل بلل کېږي، خو بیا هم د نړۍ د سوداګرۍ لویه برخه جوړوي.