تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کاناډا پر هر سګرټ د څکولو زيانونو چاپېدو پرېکړه کړې
د کاناډا حکومت وړاندیز کړی چې پر هر سګرټ دې هغه خبرداری چاپ شي چې پر ډبي یې وي.
د دغه هېواد د روغتیا او روږدتیا وزیرې ویلي تمه لري چې په دې سره به ډېر خلک د سګرټو له زیانه خبر شي.
د نړۍ ګڼو هېوادونو کې له کلونو راهیسې د سګرټو پر ډبیو د سګرټ ضررونه او روغتیا ته پېښوونکي خطرونه لیکلي وي.
معمولآ له دې سره داسې زړه بوږنوونکي عکسونه هم پرې چاپ وي چې څکوونکی یې په کتلو له دغه عمله لاس واخلي.
د کاناډا حکومت د دغه نوي وړاندیز پلي کېدو سره به کې به نور پخپله سګرټ هم سپین نه وي، بلکې د زیانونو پیغام به لېږدوي.
حکومت ۷۵ ورځې مشورې ته بېلې کړې چې له عامو خلکو سره دا موضوع شریکه شي او هغوی خپل نظر ووايي.
د کاناډا د روغتیا او روږدتیاو وزیرې کارولاین بېنېټ وایي، تمه لري چې پر هر یوه سګرټ لیکل شوی پیغام تر ډېرو خلکو ورسېږي او د سګرټو خوشې کولو کې ورسره مرسته وکړي.
آغلې بېنېټ وايي له ۲۰۰۱ کال راهیسې په کاناډا کې د سګرټو پر قطیو انځوریز خبرداري خپرېږي خو دا کار هغومره چې حکومت تمه درلوده اغېزمن نه ښکاري.
پر هر دانه سګرټو ځکه د هغه اضرار لیکي چې د آغلې بېنېټ په وینا ځینې ځوانان په مجلسونو کې یو نیم سګرټ اخلي خو ډبی یې نه ويني چې خبرداري ته یې پام شي، نو ښه دی چې پر هر سګرټ لیکلي وي.
په کاناډا کې یوه روغتیا ملاتړي بنسټ Heart and Stroke د دې ګام هرکلی کړی دی.
د دغه بنسټ اجرائیه مشر ډګ رات ځايي رسنیو ته ویلي کاناډا به په دې توګه د سګرټو په اړه نړۍ تر ټولو قوي خبرداری ولري.
ده زیاته کړې، دا وژونکي تولیدات دي او داسې ګامونه به مرسته وکړي چې سګرټو ته د تنکیو ځوانانو او د بې عملو کسانو د هڅېدنې مخه ونیسي.
کاناډا کې یو روغتیايي ټولنه وايي هر کال شاوخوا ۴۸ زره کاناډایان د سګرټ څکولو له کبله مړه کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې په نړۍ کې یو میلیارډ کسان سګرټ څکوي.