تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندۍ فابریکه کې اورلګېدو تر ۴۳ کسان وژلي
هندي چارواکي وايي، ددې هېواد پلازمېنې ډیلي په یوه لویه کارخونه کې اورلګېدلی چې پکې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي دي. پېښه د یکشنبې سهار وختي شوې او سیمې ته د اور وژنې کارکوونکي رسېدلي دي. د ژغورونکو د ډلې په وینا، اور هغه مهال بل شوی چې لسګونه کارکوونکي د کارخونې منځ کې ویده وو.
د دې هېواد د کورنیو چار وزیر امېت شاه دا د "قیمتي کسانو له لاسه ورکولو تراژیدي" بللې.
دغه فابریکه د ښار یو لوی مارکېټ ترڅنګ موقعیت لري او ورته تنګو لارو د اور وژونکو ډلو کار سخت کړی دی.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي ویلي، اور ډاروونکی و او چارواکو د تراژیدي په سیمه کې ټولې لازمې مرستې برابرې کړې دي. د ډیلي اطفایې د سهار په پنځه نیمو بجو د اور لګېدنې خبر ترلاسه کړی دی.
د اور وژنې خدمتونو چارواکو ویلي، له سیمې یې ۵۶ تنه ژغورلي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
ددوی په خبره په دوی کې ځینې کسان د لوګي له امله بېهوښه شوي وو. ویل کیږي دغه فابریکه کې د ښوونځیو بکسونه، بوتلونه او ځینې نور شیان جوړېدل او ساتل کېدل.
د اورلګېدنې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.