کاناډا کې د چړو برید؛ پولیس د دوو مشکوکو بریدګرو لټون کوي

د عکس سرچینه، RCMP Saskatchewan
کاناډا کې پولیسو په هغو دوو مشکوکو کسانو پسې په پراخه کچه لټون پیل کړی، چې باور کېږي، لس کسان یې د چړو په ګوزارونو وژلي دي. دغه دوه کسان د ډامین سنډرسن او مېلیس سنډرسن په نومونو یادېږي، تر اوسه بې درکه دي او چارواکي وايي، ګومان کوي چې دواړه وسله وال او خطرناک دي.
د پېښې قربانیان په لېرې پرته جېمس سمیت کري نېشن او نژدې ویلډون سیمه کې موندل شوي، چې د معلوماتو له مخې د ځايي اوسېدونکو د ټاټوبی دی.
مخکې د ساسکاچوان پولیسو د ټویټ یوه پیغام کې وویل د ۳۱ کلن ډیمین سنډرسن او ۳۰ کلن مایلز سنډرسن په نومونو دوه مشکوک بریدګر پېژندل شوي، خو دواړه تښتېدلي.
دغو کسانو پسې د ټول ولایت په کچه پراخ لټون پیل شوی او پولیسو له خلکو غوښتي چې پر خپلو کورونو پاتې شي.
د پولیسو اعلامیه کې راغلي "ښایي مشکوک کسان یوه تور رنګه نیسان روګ ماډله موټر کې وي."
خلکو ته سپارښتنه شوې چې ناپېژانده کسانو سره ډېر احتیاط وکړي او خپلو کورونو او موټرونو ته یې پرې نږدي.
د ساسکاچوان ولایت ځینو ناحیو کې خلکو ته ان د تلیفون له لارې د خبرداري پیغامونه او سپارښتنې استول شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
په جیمز سمت کري سیمه کې بېړنۍ حالت اعلان شوی. دې سیمه کې د یوې لرغونې ټولنې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان اوسي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډیو پر دې پېښې ژور خپګان څرګند کړی.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي "د ټپیانو او هغو خلکو فکر کې یم چې عزیزان یې له لاسه ورکړي دي."
پولیس وايي د چړو دغو بریدونو کې ښايي ګڼ نور کسان هم ټپي شوي او ځانونه پخپله روغتونونو ته رسولي وي.
دوی له داسې احتمالي زیانمنو غوښتي چې چارواکو سره اړیکه ونیسي.

د عکس سرچینه، Reuters
د ساسکاچوان د پولیسو یوې مشرې رونډا بلکمور رسنیو ته ویلي د قربانیانو له ډلې ځینې کسان ښايي د دغو دوو مشکوکو بریدګرو هدف وو او پر نورو ناڅاپي ګوزارونه شوي.
هغې زیاته کړې "دوی پر وسله سمبال او خطرناک دي... که مشکوک سړي او یا د هغوی موټر وینئ نو مه ورنږدې کېږئ. سملاسي سیمه پرېږدئ او ۹۱۱ شمېرې ته زنګ ووهئ."


















