ایران لخوا د ضبط شویو امریکايي بېړیو کمرې ورکې شوې

د خپرېدو وخت

امریکایي چارواکي وايي د هغو بې عملي بېړیو کمرې یې ورکې شوې چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو څو ورځې وړاندې سرې بحیرې کې ضبط او د دوی د سمندري ځواکونو له مداخلې وروسته بېرته اوبو ته خوشې کړې وې.‌

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یوه امریکایي‌ چارواکي له خولې لیکلي: "مالومه نه ده چې د دغو بېړیو کمرې ایرانیانو ترې خلاصې کړې که د دوی لخوا له اوبو د ایستل کېدو او بېرته خوشې کېدو پر مهال سمندر کې ډوبې شوې دي."

امریکایي چارواکو ویلي دغو بې عملې څېړونکو بېړیو کې لګېدلې کمرې، رادارونه، حسګر او نور تجهیزات په ازاد بازار کې موندل کېږي او د پټې پوځي‌ ټکنالوژۍ څه په کې نشته.

د دغه رپوټ له مخې د امریکا سمندري‌ ځواکونو سیمه کې پرمختللي هوایي‌ او سمندري حسګر ځای پر ځای کړي چې د "ټسک فورس ۵۹" په نوم پېژندل کېږي.

ویل شوي چې د دغې مصنوعي ځیرکتیا په کارېدو سره د ایران فعالیتونه او د دغه هېواد له اړخه پېښ احتمالي ګواښونه څارل کېږي.

امریکا د سیمې اوبو کې د بې عملې بېړیو ځای پر ځای کولو پروګرام نږدې یو کال وړاندې پیل کړی.‌

دا بېړۍ چې به کمرو، رادارونو او حسګرو سمبال دي، د باد او لمر په انرژۍ چلېږي.

ایران ولې دا بېړۍ ضبط او بېرته خوشې کړې؟

د ایران سمندري ځواکونو ویلي د امریکا دا څېړونکې بې عملې بېړۍ یې د دې لپاره ضبط کړې وې چې ګوندې تګ راتګ پر وړاندې یې خنډ جوړاوه.

د ایران پوځ وايي‌ دا بېړۍ یې له نړیوال مسیره پورته او یوه خوندي ځای کې بېرته خوشې کړې چې وروسته امریکایي لوري ترلاسه کړې.

خو امریکایي چارواکو ویلي چې دا بېړۍ یې له شاوخوا ۷ میاشتو راهیسې دغو اوبو کې ګرځېدې او څه ستونزه یې نه وه جوړه کړې.

یوه امریکایي‌ چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي‌چې ایران احتمالا غوښتل دا بې عملې بېړۍ په پټه له اوبو وباسي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې ایراني‌ ځواکونو پیل کې د دغو بېړیو له پورته کولو انکار کاوه خو د امریکا د یوې جنګي بېړۍ له ورنږدې کېدو وروسته یې بېرته اوبو کې خوشې کړې.

دا تېرو څو ورځو کې داسې دویمه پېښه ده.

امریکا د تېرې اوونۍ پیل کې هم ویلي و چې د ایران سمندري ځواکونو یې د خلیج نړیوالو اوبو کې همداسې یوه بې عملې بېړۍ ضبط کړې وه.