جي ۷ هوکړه کړې چې د روسیې د تېلو بیه باید له یوې ټاکلې کچې لوړه نه شي

د خپرېدو وخت

د نړۍ اوو لویو صنعتي هېوادونو (جي ۷) هوکړه کړې چې د روسیې د تېلو بیې لوړې نه شي تر څو له دې لارې د اوکرايين جګړه کې د مسکو وړتيا ته زيان ورسوي.

د دغو هېوادونو د مالیې وزیرانو وویل، په خام تېلو او پټرولیم محصولاتو دا ډول بندیزونه به د نړۍ د انرژي نرخونو کمولو کې هم مرسته وکړي.

د روسیې د تېلو بیې محدودولو دا بهیر به د تخنیکي معلوماتو پر بنسټ تنظیم شي.

د نړۍ دا اوه لوی صنعتي هېوادونه وايي: "موږ به د اوکرایین سره تر هغه وخته پورې ودریږو چې ورته اړتیا وي."

روسیه وايي، په هغو هېوادونو به د تېلو پلورل بند کړي چې د بیو د لوړېدا مخه یې نیولې ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "هغه شرکتونه چې په نرخونو محدودیت وضع کوي د روسیې تېل به ترلاسه نه کړي."

د نړۍ دې اوو لویو صنعتي هېوادونو کې بريتانيا، د امريکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او جاپان شامل دي.

دا ډله د نړۍ اوو لوی "پرمختللي" اقتصاد لرونکي هېوادونه دي، چې په نړیواله سوداګرۍ او نړیوال مالي سیسټم واکمني کوي.

د دوی په مجازي ناسته کې د مالیې وزیرانو وویل، د تېلو د بیې ټیټول یو ځانګړی جوړ شوی پلان دی چې د روسیې عایدات او د جګړې پرمخ بیولو لپاره یې توان کم کړي.

په اوکرایین باندې د روسیې له یرغل وروسته د تېلو بیه لوړه شوه او په لوړه کچه پاتې شوه، په دې معنی چې روسیې د صادراتو د کمېدو سره سره د فوسیل تېلو په مټ یې خپل عایدات لوړ ساتلي و.

اروپايي اتحادیه پلان لري چې د دسمبر له ۵ څخه د روسیې په خام تېلو بندیز ولګوي.

شنونکي په دې نظر دي چې چین او هند د روسیې د تېلو لوی پېرودونکي دي او کېدای شي دوی دا د اوو صنعتي هېوادونو په ګام پل کې نه ږدي..

د امريکا د خزانې وزیرې جینټ ییلن وویل، چې پر بيو محدوديت به د انفلاسیون سره مبارزه کې هم مرسته وکړي.

نوموړې وویل:" د نرخ محدودیت زموږ د دوه ګوني اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي چې د نړۍ د انرژۍ په نرخونو کې بدلون راولي او بل دا چې د پوتین د وحشیانه جګړې تمویل لپاره په عایداتو یې اغیز کوي."