زلينسکي له نړیوالو پلټونکو غوښتي چې د زاپورژیا اټومي بټۍ "غیر نظامي کولو" غوښتنه وکړي

د خپرېدو وخت

د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زلينسکي له نړیوالو پلټونکو غوښتي چې د زاپورژيا اټومي بټۍ د غیر نظامي کولو په برخه کې دې بېړني ګامونه پورته کړي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي د دې اټومي بټۍ کتو ته هلته په دې موخه ورغلي چې مالومه کړي په روانه جګړه کې څه زیان ور اوښتی دی.

ښاغلي زلینسکي دا غوښتنه هغو ته د ښه راغلاست پر مهال کړې ده او ویلي یې دي، "دا ښه ده" چې "د روسي ځواکونو له پاروونکو کړنو سره سره" د ملګرو ملتونو پلټونکو د اټومي بټۍ لومړۍ معاینه ترسره کړه.‌

د یادلو ده چې پرون اوکرایین پر روسي پوځیانو تور پورې کاوه چې بټۍ ته پر غځېدلې لار ډزې کوي او هلته د دغو ورتلونکو پلټونکو د ورتګ مخه نیسي.

دغه بټۍ اوس د روسيې په ولکه کې ده خو لا هم فعاله ده او اوکرايين غواړي دا بټۍ غیرنظامي یا له جګړې لرې وساتل شي.

ښاغلي زلینسکي د دې پلټونکې ډلې له مشر رفایل ګروسي سره په کیېف کې تر کتنې وروسته ویلي چې دو دواړه په "واضح ډول" پر دې سره سلا شوي چې ژاپورژیا بټۍ باید "غیرنظامي او واک یې په بشپړ ډول د اوکرايين د اټومي انرژۍ پوهانو ته وسپارل شي."

هغه همدا راز پر خپل ټیلیګرام لیکلي، "خپلواکه ژورنالیستانو" ته دې اجازه ورکړل شي چې هلته د پلټنې روان عملیات مستند کړي.

په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټونکو ډلې مشر رافایل ګروسي ویلي، دا مالومه خبره ده چې د ژاپورژیا اټومي بټۍ "فزیکي بشپړتیا" تر پښو لاندې شوې ده خو په خبره یې تر هغه به اندېښنې وي چې "په بټۍ کې لا ډېر ثبات رامنځ ته شوی نه وي".

ښاغلي رافایل ټینګار کړی چې هلته روان حالت باید دوام ونه کړي.

د یادولو ده چې هلته روسيه او اوکرايين دواړه یو بل تورنوي چې په تېرو څو اوونیو کې یې پر دې بټۍ او ورڅېرمه سیمو بریدونه کړي او زیان یې ور اړولی دی.

ښاغلي رافایل همدا راز ویلي چې دوی به د لا ډېرو څېړونو لپاره هلته پاتې شي.