تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"دوه پلټونکي د زاپوريژيا اتومي بټۍ کې پاتې کېږي"
د اټومي انرژۍ په نړيواله اداره کې د روسيې استازي مياخيل اوليانوف د روسيې خبري اژانس ريانووسټي ته ويلي، د دې ادارې دوه پلټونکي به د تل لپاره د زاپورژيا اتومي بټۍ کې پاتې شي.
پنجشنبې (۱ سپټمبر) د لومړي ځل لپاره د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مشر رافايل ګروسي په مشرۍ د پلټونکو يوه ډله وتوانېده چې د زاپوريژيا اتومي بټۍ ته ننوځي.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې غړي چې په اوکرايين کې د زاپورژيا اتومي بټۍ ته ننوتلي وايي لومړني معاينات يې ترسره کړي دي.
دغه اتومي بټۍ په مارچ ماشت کې پر اوکرايين له بريد وروسته د روسیې تر ولکې لاندې ده.
د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي چې د پلټونکې ډلې مشري کوي وايي، هغه څه چې باید ويې ګوري ليدلي يې دي او روښانه توضيحات يې ترلاسه کړي دي.
وړاندې اوکرایین پر روسي پوځیانو تور پورې کوي چې بټۍ ته پر غځېدلې لار ډزې کوي او هلته د پلټونکو د ورتګ مخه نیسي.
د زاپورژیا سیمې مشر الکساندر استاروخ پر خپل ټلیګرام لیکلي:" نړیواله پلټونکې ډله د امنیتي دلایلو له امله نه شي کولی خپل حرکت ته دوام ورکړي."
د رپوټونو له مخې، پر زاپورژیا ښار ډزې نن سهار هغه مهال پیل شوې چې دې ډلې د بټۍ ارزوني لپاره ژاپوریا لور ته حرکت وکړ.
د رپوټونو له مخې بټۍ ته دغه تلونکې ډله د اوکرایین تر کنټرول لاندې سیمه کې د درېیو ساعتونو راهیسې ایسار پاتې دي.
د اوکرایین دولت اتومي شرکت رویټرز ته ویلي، د نړیوالو پلټونکو د موټرو کاروان له لومړۍ کرښې ۲۰ کیلو مټره لرې یوې اوکرایینۍ پوستې سره تم شوي.
هغوی ویلې په تمه دي چې وضعیت مخ په ښه کېدو شي.
زاپورژیا اټومي بټۍ ته د پلټونکې ډلې له روانېدو مخکې د دغې ډلې مشر رافیل ګروسي خبربالانو ته ویلي وو چې سیمه کې د پوځي فعالیت له زیاتېدو خبر دي خو په هر صورت له دغې بټۍ د لیدو هڅه کوي.
ښاغلي ګروسي ویلي:" موږ د دې کار منفي او مثبت ټول اړخونه سنجولي او تر دغه ځایه راغلي یو، موږ نه په شا کېږو."
رپوټونه وايي، د زاپورژیا بټۍ شاوخوا وضعیت خراب دی او توغندي ویشتل کېږي، اوکرایین او روسیه د بټۍ شاوخوا د بریدونو تور پر یو بل پورې کوي.
د اوکرایین پوځي استخباراتو روسیه تورنه کړې چې له زاپورژیا ښاره د دنیپرو سیند بلې غاړې ته پر پروت ښار ارنودار برید لپاره له هیلیکوپټرو کار اخلي چېرې چې د برېښنا فابریکه ده.
بي بي سي نه د دې پر کره کولو نه ده توانېدلې چې کوم لوری مسوول دی.
د انرودر ښاروال پر ټلیګرام په سیمه کې د روسیې د توغندیو عکسونه خپاره کړي او وايي، برید کې ملکي وګړې هم وژل شوي او روسیه په قصدي ډول هڅه کوي بټۍ ته د نړیوالو پلټونکو د ورتګ مخه ونیسي.
د روسيې بهرنیو چارو وزارت پر اوکرايینې پوځیانو هوايي برید تایید کړی او پر ارنودار د اوکرایین ادعا شوی برید یې د نړیوالې پلټونکې ډلې د مخنیوي یوه قصدي هڅه یاده کړې ده.
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي د دفتر مشر اندري یرمک هم ویلي چې روسیه هڅه کوي د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د ماموریت مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې."د جنایتکارانو مخه باید ونیول شي."