تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر "میخایل ګورباچوف" ومړ
د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د ۹۱ کلونو په عمر ومړ.
روسي رسنۍ وايي هغه له یوې جدي او مزمنې ناروغۍ کړېده او په دې وروستیو کې د مسکو یوه روغتون کې بستر و.
ښاغلی ګورباچوف چې په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې یې واک لاس کې واخیست، د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریتونو کې د پرانیستو پالیسیو او لویدیځ سره د تعاملاتو له کبله مشهور و، خو په ۱۹۹۱ کال کې یې د دغه اتحاد د پاشل کېدو مخه ونه شوه نیولی.
ګڼ شمېر روسان هغه او د نوموړي همدا سمونپاله پالیسۍ د دغه هېواد د سقوط لامل ګڼي.
میخایل ګورباچوف په ۵۴ کلنۍ کې د شوروي د کمونیست ګوند عمومي منشي او د دغه هیواد مشر شو.
نوموړی هغه مهال د دغه ګوند د سیاسي بیرو تر ټولو ځوان غړی و او تر څو زړو مشرانو وروسته ورپورې دا تمه تړلې وه چې دغه ګوند ته به نوې او تازه ساه ورکړي.
د ښاغلي ګورباچوف پرانیستې پالیسۍ خلکو ته دا لار پارنیسته چې پر حکومت داسې نیوکې وکړي چې تر هغې وړاندې یې تصور هم نه کېده.
خو دغه کار د شوروي اتحاد ګڼو جمهوریتونو کې د ملتپالنې احساسات هم راوټوکول چې پایله کې یې دغه اتحاد ونړېد.
ښاغلی ګورباچوف له امریکا سره د وسلو د کنټرول پر تړون هوکړې ته ورسېد، او کله چې د ختیځې اروپا هېوادونو کې خلک په خپلو کمونیستو مشرانو پسې راپورته شول، نو ده پکې له مداخلې ډډه وکړه.
لویدېځ کې ډېر خلک نوموړی د هغو اصلاحاتو بنسټګر ګڼي چې د سړې جګړې پای ته رسېدو ته یې لار هواره کړه.