تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ګورباچوف: اټومي وسلو نړۍ ته "ستر خطر" پېښ کړی
د شوروي اتحاد پخواني ولسمشر میخایل ګورباچوف خبرداری ورکړی چې د اټومي وسلو ګواښ نړۍ له "ستر خطر" سره مخامخ کړې ده.
د شوروي اتحاد وروستي ولسمشر د روسیې او لوېدیځ ترمنځ ترینګلتیا ته په اشاره ویلي، چې دوی نړۍ له "ستر خطر" سره مخامخ کړې ده.
ښاغلي ګورباچوف له بي بي سي له خبریال سټیف روزنبرګ سره د برلین دېوال د له مینځه تللو د دېرشم کال په مناسبت خبرې کړې دي.
ښاغلی ګورباچوف ۸۸ کلن دی او په نړۍ کې د سړې جګړې د پای ته رسوونکي په نوم یادېږي.
د هغه یوه لویه لاسته راوړنه دا بلل کېږي د شوروي اتحاد او امریکا ترمنځ یې د وسلو سیالي پاتی ته ورسوله.
هغه د امریکا د هغه مهال له ولسمشر رونالډ رېګن سره په دې هوکړه کړې وه چې د اټومو وسلو په تولید کې به کمی راولي. خو د وسلو سیالي وروسته بیا پیل شوه چې اوس یې د ده اندېښنه راپارولې.
ښاغلی ګورباچوف وایي، تر هغه چې د عامه ویجاړۍ وسلې، اټومې وسلې وي، ستر خطر متوجه دی.
دی وړاندیز کوي چې ټول هېوادونه دې اعلان وکړي، اټومې وسلې دې ویجاړې شي چې ځانونه او خپله ځمکه وژغورو.
تر دې وړاندې هم ښاغلي ګرباچوف په نړیوالو مسلو کې مهم نظرونه ورکړي دي.
هغه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې ناټو ته خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې پوځي بریا ناشونې ده.
ښاغلي ګورباچف وړاندیز کړی و چې، تر ټولو ښه لاسته راوړنه به دا وي چې له دغه هېواد سره مرسته وشي چې له جګړې وروسته بېرته ورغېږي
د شوروي اتحاد له مشرانو ښاغلی ګرباچوف په افغانستان کې هم ډېر خلک پېژني، ځکه د هغه په واکمنۍ کې شوروي ځواکونو له افغانستانه ووتل.
ده چې په لوېدیځ کې ځینې مشران یې د روغی پلوی بولي په خپل هېواد کې د اقتصادي اصلاحاتو راوستو او له خپل بهرني سیاسته د تاوتریخوالي لېرې کولو لپاره غوښتل له افغانستانه پوځونه وباسي.