پاکستان کې سېلابونه؛ ملګرو ملتونو ۱۶۰ میلیون ډالره بېړنۍ مرسته غوښتې

د خپرېدو وخت

وروسته تر هغه چې پاکستان وویل، د هېواد دریمه برخه اوبو لاندې کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبرداری ورکړی چې پاکستان له سختو موسمي بادونو سره مخامخ دی.

نوموړي په داسې حال کې له نړۍ غوښتي چې له پاکستان سره مرسته وکړي، چې د شاوخوا لسو میلیونو اغېزمنو شویو سره یې د ۱۶۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه پیل کړې ده.‌

نوموړي د دې ناورین پړه د بارانونو او سېلابونو پر لوړې کچې اچولې ده. انتونیو ګوتېرېش ویلي، پاکستان له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

له تېر جون راهیسې پاکستان کې لږترلږه د سېلابونو له کبله ۱۱۳۶ کسان وژل شوي او د هېواد په لر و بر کې سړکونه، کروندې، کورونه او پلونه ویجاړ شوي دي.

وړاندې د پاکستان د اقلیمي چارو وزیرې شیري رحمن ویلي وو، وروستیو سېلابونو ددغه هېواد یو دریمه برخه تر اوبو لاندې کړې ده.

د هغې په وینا دغو سېلابونو د پاکستان څلور واړو ایالتونو کې کورونه، سړکونه او کرنیزې ځمکې وړې او پراخې ویجاړۍ یې تر شا پرېښې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کې د طبیعې پېښو پر مهال د مرستو ادارې "این ډي اېم اې" ویلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغو سېلابونو ۵۹ نور کسان هم وژلي او په دې توګه تر دې دمه د ټولو مړینو شمېر ۱۱۳۶ تنو ته رسېدلی دی.

د پاکستان حکومت وايي دغو سېلابونو د شاخوا لس میلیارد ډالرو په ارزښت زیانونه وراړولي او ۳۳ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.

پاکستان کې دا بېساري سېلابونه داسې مهال راوتلي چې دغه هېواد وار له مخه هم سخت اقتصادي کړکېچ سره لاس ګریوان وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي له ملګرو ملتونو سره په ګډه د نړیوالو مالي مرستو راټولو پلان لري.

د دغه وزارت په وینا په دې موخه به سې شنبه اسلام اباد او جینوا کې هممهاله "سېلابونو ته د غبرګون پلان" په نوم غونډه جوړه شي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او د دغه هېوا د پلان وزیر احسن اقبال به ورته ویناوې وکړي.

ټاکلې دې غونډه کې د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه او اړوندې ادارې برخه واخلي.

بلخوا تازه د پیسو نړیوال صندوق "ای اېم اېف" هم پاکستان ته د ۱ اعشاریه ۱۷ میلیارد ډالرو نور پور منظوري ورکړې ده.

د دغه صندوق اجرائیوي بورډ ویلي دا ګام یې د دې لپاره اخیستی چې دغه هېواد سره له اقتصادي کړکېچه وتلو کې مرسته وشي.

خو دې ادارې د دغه پور د اعلان ترڅنګ دا ټینګار هم کړی چې پاکستان باید دولتي ادارو کې د اصلاحاتو چارې چټکې کړي.