امریکا وايي دوه جنګي بېړۍ یې د تایوان له تنګي تېرېږي

د خپرېدو وخت

د امریکا سمندري ځواکونو د ټایوان له تنګي د دوو امریکايي جنګي بېړیو د تېرېدو خبر ورکړی دی.

دا لومړی ځل دی چې ټایوان ته د روانې میاشتې لومړیو کې د امریکا د مشرانو جرګې د مشرې نانسي پیلوسي د سفر په لړ کې د ټایوان او چین ترمنځ د ترینګلتیا تر ډېرېدا وروسته امریکا دا ګام اخلي.

چین د هغې د سفر سره هم‌مهاله په سیمه کې پراخ پوځي مانورې پیل کړې.

په وروستیو کلونو کې له دې تنګي د امریکا د سمندري وسله والو ځواکون او لوېدیځو هېوادونو بېړۍ تېرې شوې دي.

واشنګټن وايي، په دې بېړیو کې د "انټیتام" او "یو اېس اېس چانسیلورسوېل" په نامه توغندي بار دي.‌

خو بیجینګ دا ډول عمل پاروونکی بللی او ټینګار یې دا دی چې د ټایوان ټاپو د چین نه جلا کېدونکې برخه ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، د چین پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، د دغو بېړیو تګلوری څاري او پوځ یې په تیارسئ حالت کې دی، که هر ډول پاروونکی عمل احساس کړي، نو خنثا کولو ته یې بشپړ چمتووالی لري.

د امریکا سمندري ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ټایوان له تنګي یې د بېړیو تېرېدل دا ښکاره کوي چې "د ارام سمندر په خلاصو اوبو کې خپلواک تګ راتګ ته امریکا ژمنه ده".

خبرپاڼه زیاتوي "دغه بېړۍ د اوبو په هغه تنګي تېرېږي چې د هېڅ دولت اړوند ساحلي حد نه دی".

د ټایوان د دفاع وزارت ویلي، دغه بېړۍ سوېلي لوري ته روانې دي او ځواکونه یې دا بېړۍ څاري، خو وضعیت "عادي دی".

ټایوان کورواکه اداره لري، خو چین یې بېلتون غوښتونکې برخه ګڼي، چې که اړتیا شي، نو په زور به یې د چین له خاورې سره یوځای کړي.

ټایوان په وروستیو کلونو کې د چین او امریکا ترمنځ د ترینګلیا لامل ګرځېدلی او مریکا په دې مسله کې احتیاطي ګامونه اخلي.

امریکا له ټایوان سره د وسلو راکړه ورکړه هم لري چې وايي باید ځان پرې وساتي.

______________________________________________________________________________________________________________

چین او ټایوان: حقیقتونه

د چین او ټایوان ترمنځ د اړیکو ترینګلیا لامل: چین په دې اند دی چې ټایوان ټاپو یو کورواکې اداره لري، خو له چین نه بېلېدونکې برخه ده، او که اړتیا شوه، په زور به یې بېره له چین سره یوځای کړي.

تایوان کې واکمني: دا ټاپو خپل اساسي قانون لري، خپله دیموکراتیکه منختبه مشرتابه لري او د پوځ شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ زرو ته رسېږي.

چا په رسمیت پېژندلی؟ ډېرو کمو هېوادونو ټایوان په رسمیت ‌پېژندلی او پرځای یې ډېری هېوادونه بیجینګ کې حکومت په رسمیت پېژني. امریکا له ټایوان سره رسمي اړیکي نه لري، خو داسې قانون لري چې دې ټاپو ته د ځان د دفاع لپاره دفاعي وسایط ورکړي.