تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوه کور څنګ ته د خورا ستر ډایناسور هډونه موندل شوي
- Author, الیکس بینلې
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
پرتګال د یوه کور په بڼ کې د ډایناسور داسې هډونه موندل شوي، چې کېدای شي اروپا کې تر ټولو ستر وبلل شي.
دا جامد شوي هډونه ۲۰۱۷ کال کې د پرتګال مرکزي پومبال ښار کې هغه مهال وموندل شول، چې یوه سړي په خپل کور کې د ودانیزو چارو لپاره کيندنې پیل کړې.
د ډایناسور دغه ډول چې سوروپوډز نومول شوي، خورا ستره تنه درلوده او د ځمکې پر سر تر ټولو ستر ژوی بلل کېږي، چې یو وخت یې ژوند کاوه. دې ژوي اوږده، غړۍ، لکۍ درلوده، بوټي یې خوړل او په څلورو پښو به ګرځېدل.
روانه میاشت د پرتګال او اسپانیا لرغونپوهانو د ملا تیر او پښتۍ رابرسېره کړه او دې سره معلومه شوه، چې دا ژوی احتمالاً ۱۲ متره دنګ او ۲۵ متره اوږد و.
دغه هډونه په داسې سیمه کې موندل شوي، چې د ډبرو لرغونتوب یې نژدې ۱۵۰ میلیونه کاله پخوانی بلل کېږي.
هډونه په داسې اړخ پراته موندل شوي، چې معمولاً به ډایناسور د مړینې پر مهال په همدې اړخ څملاستل او اوس یې د نړیوالو ماهرینو یوه ډله په هکله څېړنه کوي.
د ماهرینو په وینا په داسې توګه چې دغه هډونه موندل شوي، داسې ډېر احتمال شته، چې په شاوخوا کې یې ورته نور هډونه هم شته.
د لسبون پوهنتون ساینس پوهنځي څېړونکې الیزابیت مالافایا پي ایچ وای اېس ټکی او ار جي وېبپاڼې ته په دې هکله وویل: ''د څملاستو اړخ یې پرېږده، دا هم معمول نه دی، چې د یوه حیوان د ملا تېر دې په داسې حال کې وموندل شي. ''