زېلینسکي: نړۍ د اټومي وړانګو د خپرېدو له خطر سره مخ وه

د دوشنبې پر ورځ د زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ اخیستل شوی تصویر

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دوشنبې پر ورځ د زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ اخیستل شوی تصویر
د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي وايي، اروپا د پنجشنبې پر ورځ هغه مهال د اتومي وړانګو خپرېدو له یوه احتمالي خطر سره مخامخ شوه، چې د روسې لخوا نیول شوې اتومي انرژۍ بټۍ او هغه اوکراییني برېښناکوټ تر منځ اړیکه پرې شوه، چې دې بټۍ ته برېښنا ورکوي.

نوموړی وايي، یوازې د عوضي برېښنا پر مټ زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ فعاله او خوندي پاتې شوه. د اور لمبو د برېښنا هغه مزي پرې کړي چې دې اتومي بټۍ ته برېښنا لېږدوي.

د دې بټۍ په شاوخوا کې د نښتو په هکله پرلپسې اندېښنې ډېرېږي چې د اروپا تر ټوله لویه اتومي انرژۍ بټۍ ده.

د پنجشنبې پر شپه د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي په دې هکله وویل: ''که د برېښنا له پرچاوۍ وروسته ډیزلي جنراتورونه فعال شوي نه وای، که په کار ځای کې زموږ کارکوونکو او اتومات نظام غبرګون نه وای ښوولی، بیا به موږ اړ وو چې د اتومي وړانګو خپرېدو له پېښې سره لاس او ګرېوان شو. ''

اتومي بټۍ ته برېښنا له هغه وروسته د موقت وخت لپاره بنده شوه، چې په هوايي مزو کې اورولګېد او له مرکزي برېښناکوټه د برېښنا ورتګ لړۍ پرې شوه.

د اوکرایین اتومي انرژۍ اژانس چارواکي وايي، د خپل تاریخ په اوږد کې دې بټۍ ته لومړی ځل د برېښنا ورتګ لړۍ پرې شوې ده.

کیېف کې مسوولین په دې هکله وايي: ''له همدې امله د بټۍ د دوو مرکزونو شبکې تر منځ اړیکه پرې شوه. د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان 'ای اې اي اې ' مسوولینو خبرداري ورکړی چې له ناوړه پېښو د خوندیتوب لپاره بټۍ د برېښنا خوندي لېږد خورا مهم دی.

په هغو تصویرونو کې چې د چهارشنبې پر ورځ له سټیلایټه اخیستل شوي، لیدل کېږي چې اتومي ته بټۍ ته نژدې د اور لمبې بلې دي.

د اوکرایین ولسمشر د اورلګېدنې لامل د روسي ځواکونو راکټي بریدونه بولي او په خپله شپنۍ وینا کې یې پر مسکو تور پورې کړ، چې اوکرایین او اروپا یې له یوې فاجعې 'یوه ګام لېري ' حد ته رسولي وو.

بل لور د روسیې لخوا د سیمې لپاره ګومارل شوي والي یوګېني بالیڅکې بیا پر اوکراییني پوځیانو تور پورې کړی چې د دوی بریدونه د دې لامل شوي چې اور ولګېږي او په وینا یې سیمه له برېښنا بې برخې شي.

بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو تایید ترلاسه کړي چې د دې پېښې مسوولیت د چا پر غاړه دی.