ټکساس کې وچکالۍ د ۱۱۳ میلیون کاله مخکې ډیناسور د پښو اثار برملا کړي

د خپرېدو وخت

په امریکا کې سختې وچکالۍ د ټکساس ایالت یوه سیند کې د ۱۱۳ میلیون کاله مخکې اوسېدلو ډیناسورانو د پښو نښې رالوڅې کړې دي.

د دغه لوی ډیناسور - چې د اکروکانتوسور له کورنۍ څخه دی - د پښو نښې له ۲۰۰۰ کال نه وې کشف شوې، ځکه چې هلته اوبه روانې وې خو سږ کال هغه ځای وچ شوی دی.

تېره اونۍ د ټکساس ایالت ۸۷ سلنه ځمکه وچه وه چې د وچکالیو دریو درجو (سختې، متوسطې او استثنايي) لومړي سر کې راځي.

هلته لوړه تودوخه او وچکالي پر سیمې خپره شوې چې د ټکساس د اوبو سیند ورسره بشپړ وچ شوی دی، همدا وو چې د ډیناسور پلونه رالوڅ شوي دي.

ددغه سیند اړوند یوه چارواکي جیف ډایفیز بي بي سي ته وویل، په وروستیو کې د ډیناسور د تګلوري او پښو نښو کشفېدل دا په ډاګه کوي چې دغه حیوان هلته دوی سل ګامه اخیستي.

دی وايي د ډیناسور ۱۴۰ تګلوري شته چې دوی یې یوازې ۶۰ هغه موندلي دي.

دایفیز واييو د اکروکانتوسور ډیناسور په اړه ویل کېږي چې د پښو درې ګوتې یې لرلې چې د هرې ګوتې اوږدوالی یې د درېدو پرمهال نژدې ۱۵ ګامه دی او وزن یې اوو ټنو ته رسېږي.

غالباً دغه ډیناسوران د سوروبوسیدون او نورو ډیناسورانو د ښکار کولو لپاره دغه تګلوری خپل کړی چې د ټکساس ډیناسورانو درې په پارک کې یې اثار هم موندل شوي.

د سوروبوسیدون ډیناسور اوږدوالی ۶۰ ګامه و، خو وزن یې نژدې ۴۴ ټنه و.