هالنډ کې د پناه غوښتونکو نوم ثبتونې مرکز مخې ته ماشوم مړ شوی

د عکس سرچینه، Reuters
هالنډ کې چارواکي د هېواد په هغه مرکز کې چې د پناه غوښتونکو نومونه او مشخصات ثبتوي د یوه درې میاشتني ماشوم د مړینې په هکله معلومات راټولوي.
مسوولین وايي، ماشوم د چهارشنبې پر ورځ په شمال ختیځ کلي تیر اپیل کلي د سپورت په هغه تالار کې مړ شوی، چې د بېړنیز سرپناه په توګه کار ترې اخیستل کېږي.
د هالنډ روغتیا او ځوانانو پالنې چارو مدیریت ادارې چارواکو په یوه اعلامیه کې وویل: ''له بده مرغه طبي مرستې کومه ګټه و نه کړه. '' د مړه شوي ماشوم د نوم، هویت یا جنسیت په هکله رسنیو ته څه نه دي ویل شوي.
د یاد مدیریت مسوولین وايي، دوی به پر ''هغو ټولو احتمالي لاملونو غور وکړي چې د ماشوم د مړینې سبب کېدای شي. '' دې کې له مړینې مخکې ماشوم ته د طبي مرستې، په دې مرکز کې د ژوند شرایط او هلته د طبي مرستو لاسرسي امکاناتو څېړنه شامل دي.
په هاګ کې د بي بي سي خبریاله انا هولیګن وايي، دغه ماشوم په داسې حال کې مړ شوی چې هالنډ د پناه غوښتونکو له یوه بحراني وضعیت سره مخامخ دی او د دې کسانو د نومونو ثبتولو مرکزي دفتر مخې ته سلګونه کسان د پڅ کاري بهیر له کبله پر سړکونو ناست دي.
زموږ خبریاله وايي، د دې کار یو لامل دا دی چې د پناه غوښتنلیکونه په خورا پڅ انداز پر مخ ځي او په دې ترڅ کې پناه غوښتونکي نه شي کولای بل چېرې لاړ شي.
په دې هېواد کې د پناه غوښتونکو د ساتنې مرکزونه هم لږ دي. د هالنډ یو شمېر پارلمان غړو د دې ماشوم مړینه بوږنونکې پېښه بللې او د مرکز له مسوولینو یې د سملاسي سپیناوي غوښتنه کړې.















