نوي ډیلي کې په 'هندي روبن هوډ' مشهور د غلو مشر نیول شوی

د خپرېدو وخت

هندي پولیسو ویلي، په نوي ډیلي کې یې د "روبن هوډ" په نامه مشهور سړی نیولی،‌ چې ګومان کېږي د یوې داسې ۲۵ کسیزې ډلې مشري یې کوله،‌ چې د شتمنو له کورونو یې غلاوې کولې، د دوی ګاڼه او قېمتي توکي یې لوټل او بې وزلو ته یې ورکول.‌

پولیسو ویلي، دا سړی د وسیم اکرم په نامه دی چې تر اوسه یې ۱۶۰ جرمونه کړي.

پولیس وايي، دده په جرمونو کې تښتونې او وژنې هم راځي.

د ډیزني د اتل برعکس – چې اکرم یې لقب پر ځان اېښی- نوموړي او ډلې یې ځان ته هم ډېر غنیمتونه ترلاسه کړي.

(روبن هوډ یو انګلیسي کرکټر دی چې په انګلیسي فولکلور کې د یوه زړور او له قانون سرغړوونکي انسان په توګه پېژندل کېږي. دی په منځنیو پېړیو کې اوسېدلی او د غشي په ویشتلو کې اوڅار شصخیت و.‌

په معاصرو هنرونو کې د روبن هوډ په رول کې ځینې کسان لوبېدلي، چې له شتمنو پیسو لوټي او پر بې وزلو یې وېشي).‌

د پولیسو په وینا، دوی دغه ۲۷ کلن ځوان ته زندان کې یوه بېله خونه جوړه کړې ده.‌

دا سړی تېره جمعه نیول شوی.

پولیس له تېرو څلورو میاشتو راهیسې دده په لټه او د نیولو په هڅه کې وو.

پر اکرم دا تور هم دی چې په تېره جولای میاشت کې یې د نیول کېدو د عملیاتو پرمهال پر پولیسو ډزې کړې دي.

"له ده سره تومانچه وه"، درې ډزې یې وکړې.‌

د پولیسو په وینا، اکرم تل خپل پټنځی بدل کړی او د هند بېلابېلو ایالتونو ته به یې پښې سپکولې.

دوی وايي له ده سره د سیمه ییزو ټولنو ملاتړ هم و او د پولیسو له تعقیب به یې خبراوه.‌

"سیمه ییزو ټولنو دا کار ځکه کاوه چې ده به لوټل شوې پیسې بې وزلو ته ورکولې، همدا وو چې خلکو ورسره پټنځي کې مرسته کوله".