تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پولیسو هغه سړی نیولی چې سپی یې 'الوځولی'
هندي پولیسو هغه سړی نیولی چې ویل کېږي خپل پاللی سپی یې په غونډوسکو پورې تړلی او هوا ته پورته کړی و.
په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې ۳۲ کلن ګورو شرما خپل ساتلی سپی په هغو غونډوسکو پورې تړي چې له ګازه ډک دي او هوا ته یې پورته کوي.
لږ وروسته د یوه کور له بالکونه یو کس په غونډوسکو پورې ځوړند سپي نیسي او ځمکې ته یې کوزوي.
ښاغلی شرما چې پر خواله رسنۍ یو ټیوب یو چېنل لري وايي، د سپي الوځولو لپاره یې د خوندیتوب ټول اړین اقدامات کړي وو، خو پر خواله رسنیو له سختو نیوکو وروسته نوموړي له یوټیوب نه خپله ویډیو لېرې کړه.
پر یویو ټیوب د ښاغلي شرما چېنل نژدې څلور میلیونه فالوورز لري. ځايي پولیس وايي، د حیواناتو مرستې یوې خیریه ټولنې (پیپل فور اینمل) له شکایت وروسته یې ښاغلی شرما نیولی دی.
په ویډیو کلیپ کې لیدل کېږي چې شرما پر یوه ګاډي ولاړ دی، سپی یې په غونډوسکو پورې ځوړند ښکاري او بیا یې هوا ته خوشی کوي.
لږ وروسته د څېرمه ودانۍ په بالکون کې یو کس سپی رانیسي او د خوښۍ نارې اورېدل کېږي.
ښاغلي شرما وروسته یوه بل ویډیو کلیپ کې په دې هکله بخښنه وغوښته او په وینا یې د خپل پاللي 'ډالر ' نومي سپي د خوندیتوب لپاره یې ټول اړین اقدمات کړي وو.
د نوموړي په وینا ده د نورو یوټیوبرانو تر اغېز لاندې دغه چاره تر سره کړې او له خپلو مینه والو یې وغوښتل چې له داسې فعالیتونو ډډه وکړي.
نوموړی وايي، له حیواناتو سره مینه لري او خپل سپی د ماشوم غوندې پرې ګران دی.